د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بریدونه به روان وي، پانیټا


ژباړه: شاهین بونیری
سرچینه: اې ایف پي

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانيټا ویلي، په امریکا د یو بل ترهګر برید د مخ نیوي له پاره به د پاکستان په ګډون په هر هغه ځای کې ډرون بریدونو ته دوام ورکوي چې د برید خطر تر وي.


د بې پایلټه الوتکو په وسیله په پاکستان، یمن او صومالیا کې د القاعده د غړو تر وژلو وروسته د بشري حقونو د تنظیمونو او ځېنې امریکايي اتحادیانو له خوا پر ډرون بریدونو نیوکې کېږي خو پانیټا ویلي، د امریکا دغه کیمپېن ډېر ګټه ور دی.

کله چې د فرانسې له خبري اژانس اې ایف پي سره په یوه مرکه کې د دفاع له وزیره پوښتنه وشوه ـــــ آیا په را روانو کالونو کې به دا بریدونه کم کړل شي؟ نو نوموړي وویل: ((موږ د سېپټېمبر د یولسمې تر پیښې وروسته د جنګ په حال کې یو او اوس هم دې ته اړتیا لرو چې ډرون بریدونه دوام ولري.))

خبري اژانس لیکي، له ۲۰۰۹ز کاله تر ۲۰۱۱ پورې کله چې پانیټا د سي آی اې مشر وو، په پاکستان کې د ډرون بریدونو شمېر زیات شوی وو.

د سي آی اې له خوا پر ډرون بریدونو دا تورونه لګي چې په کې ولسي وګړي وژل کېږي.

په لندن کې د څېړنیز صحافت د بیورو د شمیرې ترمخې له ۲۰۰۴ز کال راهیسې تراوسه په پاکستان کې په ډرون بریدونو کې د ۲۶۲۷ او ۲۴۵۷ ترمنځ خلک وژل شوي دي چې په کې د ۴۷۵ او ۹۰۰ ترمنځ کسان ولسي وګړي ګڼل کېږي.
XS
SM
MD
LG