د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د جامعه بنوریه درې استاذان ووژل شو


د کراچۍ پر فيصل سړک د زیارت ورځ ماسپښين د نامالومه کسانو په ډزو درې کسان وژل شوي دي.

پوليس وايي پيښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې نامالومه وسله والو په يو موټر ډزې وکړې.

په ډزو کې د جامعه بنوريه درې استاذان مفتي عبدالمجيد دين پوري،مفتي صالح او مولانه لياقت وژل شوي دي.

جامعه بنوري په کراچۍ کې د سني مسلک ديوبندي ډلې لويه او مشهوره مدرسه ګڼل کيږي.

په کراچۍ ښار کې په دې ورستيو کې فرقه ايزې نښتې زياتې شوي دي چې په کې له سني او شيعه مسلک سره تعلق لرونکې ديني عالمان،د مدرسو زده کونکي او ډاکټران په نښه شوي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG