د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګردېز ـ کابل لويه لار اوبو وړې ده



د ګردېز- کابل ترمنځ غځېدلې لويه لار د لوګر په التمور سيمه کې اوبو ورانه کړې، خلک شکايت کوي چې دولت یې په زغرده جوړولو کې پاته راغلی دی، خو دولت بیا وايي چې دوی وزارت ته د دې لارې د بيارغونې د بوديجې له پاره وړانديزونه کړي دي.

د ګردېز- کابل ترمنځ د غځېدلې لويې لارې موټر چلوونکي شکايت کوي چې د چارواکو د بې پروايي او نه پاملرنې له امله، د لوګر التمور سيمه کې نږدې ۱۰۰ متره سړک اوبو وړی او ورانه شوېده.

دوی وايي، دغه سړک اته کاله مخکې ترکيانو پوخ جوړ کړی وو چې درې ګڼ نفوسه ولايتونه او دوه سرحدونه چې ټرانزيټي اهميت لري له مرکز کابل سره نښلوي.

خلک په دې نظر دي که چېرته د دغې لويې لارې ځينې برخې خرابې او له کار ووځي ښايي په دې سړک د ورځې د سلګونو موټرونو د تګ راتګ مخه ډب او خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

د سړک جوړونې د شرکتونو مسولين وايي چې دا ډول يو کيلومتر سړک جوړولو لګښت له درې سوه زرو څخه نيولې ان تر څلورسوه زره امريکايي ډالرو رسيږي، خو خلک وايي چې که دولت د وران سړک غاړې په ديوالونو ونه ساتي، نو ښايي د التمور سيمه کې غځېدلی دغه سړک به نور هم وران شي.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د سړک بيارغونې ته سنجیده پاملرنه وکړي، د دې لارې څو موټر چلوونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل :

(( دولت هېڅ پام نه دی کړی خارجيانو سړک راته جوړ کړ خو دولت يې ساتلی نه شي، نو عام خلک به څه وکړي د اوبو مخه خو يې عام خلک نه شي نيولی.))
يو بل تن : (( د دې سړک غاړې اوبو وړې دي ان سړک ترمنځه پورې خراب شوی دی، ټول غله دي، په دې دومره وخت کې يې سړک نه دی جوړ کړی، څو وارې موږ ورته شکايت کړی، زموږ همدلته کورونه دي د خوړ اوبه راځي)).
د سيمې يو اوسېدونکی جمعه خان ځاځی وايي : (( همدلته په التمور کې مې کور دی دا سړک خو دا درې کاله کيږي دغسې پسې لويږي موږ دولت ته څو ځل ورغلي يو شکايت مو ورته کړی دی، چې دا لويه لار اوبه وړي، دوی راشي دلته پړي واچوي، عکاسي وکړي او وروسته هېڅ شی نه وي، موږ حيران يو چې دوی نه پوهېږي که څنګه. یا هدف يې دی چې دا سړک يې همداسې اوبو ته پرې اېښی دی، موږ له دولته غوښتنه کوو چې د دې سړک په اړه څه غور وکړي))

خلک وايي د ګردېز کابل ترمنځ غځېدلی لوی سړک د لوګر په التمور سيمه کې تر ۱۰۰ مترو پورې تخريب شوی دی.

دوی وايي، که د دې سړک غاړې ژر تر ژره ونه رغول شي، ښايي دغه لويه لاره نوره همه ورانه شي چې دا به د پکتيا،پکتيکا،خوست او لوګر ګڼ خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان دا لويه لار د سوېل ختيځ حوزې اوسېدونکو له پاره د ډېر ارزښت وړ بولي، دوی وايي چې د يادې حوزې سوداګر له مرکز کابله خپلو ولايتونو او د خوست ولايت غلام خان او پکتيا ډنډې پټان سرحدي سيمو څخه په دې لار مرکز کابل ته خوراکي او نور سوداګريز توکي لېږدوي.
د سيمې اوسېدونکی او د چارو کارپوه انعام ګل اشنا وايي : (( د دې لارې اقتصادي ارزښت د ټول افغانستان له پاره مهم ګڼل کيږي، ځکه چې له دې لارې له پاکستان څخه د سوېل ختيځو ولايتونو ترڅنګ کابل،وردګ،غزني او نورو سيمو ته مالونه لېږدول کيږي، که چارواکي پام ونه کړي ښايي دا لاره نوره هم پسې خرابه او په ډېرو ځايونو کې بيخي وشړيږي ))

د لوګر ولايت د فوايدعامې امر عبدالباقي ستانکزی وايي چې دوی د لويو لارو د ساتنې له پاره ځانګړې بوديجه نه لري او پرلپسې کتبي وړانديزونه يې فوايد عامې وزارت ته لېږلي چې د دې لارې د بيا رغونې په اړه اقدام وکړي.

نوموړی زياتوي چې د دې لارې جوړېدو اقدام به د يخ له کمېدو سره سم کوي : (( يوه نيمه مياشت کيږي زه په دې چوکۍ د سرپرست پر حيث ګمارل شوی يم، رښتيا هم د دې سړک ژۍ اوبو وړې او له منځه تللې دي، موږ وزارت ته د بوديجې وړانديز کړی چې بوديجه منظوره شي انشاالله په ۱۳۹۲ کال کې به کار پيل کړو))

له تېرو څو ورځو راهيسې موږ هڅه وکړه چې د سوېل ختيځ زون له پاره د فوايد عامې ريس او د لوګر والي نظر هم د دې لارې د بيارغونې په اړه ترلاسه،د خلکو شته اندېښنې او ستونزې ورسره شرېکې کړو خو سره له پرلپسې هڅو بريالي نه شو.

راپور – داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG