د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د افغان دولت غوښتنه رد کړه



ملګروملتونو د افغان حکومت هغه غوښتنه ردکړې چې په زندانونو او حراستونو کې دې د بندیانو د شکنجې په اړه زیات مالومات ورسره شریک کړي.

پرون په کابل کې د ملګروملتونو دفتر یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې ویلي چې د اصولو له مخې دا اداره د هغو کسانو نومونه نه شي په ډاګه کولای چې په زندانونو کې یې د سختې شکنجې او بد سلکوک په اړه دوی ته معلومات ورکړي دي.

د افغانستان په یو شمیر زندانونو کې د بندیانو د شکنجې او بد سلکوک په اړه د ملګروملتونو د رپوټ له خپریدو وروسته افغان ولسمشرحامد کرزي امرکړی چې حکومت دې په دې اړه له یوناما سره یوځای څیړنې وکړي.

د یوناما چارواکي وایي، له افغان حکومت سره د نورو اسنادو د شریکو لپاره اړتیا ځکه نشته چې مخکې یې په دې اړه کافي شواهد اواسناد ورکړي دي. او په خپل رپوټ کې یې د هغوی نظرځای کړی دی.

XS
SM
MD
LG