د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د مرغانو جمعه بازار




بازمحمد عابد مشال راډيو

د کابل ميوند جادې ته څيرمه د کا فروشۍ کوڅه له تيرې يوې پيړۍ راهيسې د مرغانو په ميله اباده ده. په دغه کوڅه کې هره ورځ د مرغيو جمعه بازار لګي چې د يوې ميلې بڼه خپلوي.

دې ميلې ته د کابل په ولسواليو سربيره د افغانستان له يو شمير نورو ولايتونو څخه هم مينه وال ورځي او د مرغانو په ليدو او اخيستو خپله اروايي تنده ماتوي.

د مرغانو يو پلورنکی محمد ظاهر چې له تيرو پنځه ويشتو کلونو راهيسې په دغه زاړه بازار کې دوکان لري د بازار تاريخي قدامت په باب وايي:

« دغه بازار کې دوکان لرم، زرکان، کنري او کوترې خرڅوم. پنځه ويشت کاله کيږي چې دلته دوکان لرم، او څومره چې زما ياديږي، دلته دا بازار شته. د سل کالو نه هم مخکي دي، دا وګوره چې دا ټول زاړه زاړه دوکانونه دي او زاړه زاړه کورونه دي. ټول انټيک دي، حکومت هم دا نه پريږدي چې وران شي او نوي جوړ شي، ځکه چې دا يو پخوانی او تاريخي ځای دی.»

د کابل ولايت د ساکو د کلي اوسيدونکي محمد نسيم چې د کنري مرغيو پيوپاري کوي وايي چې هره جمعه د مرغانو ميلې ته خپلې مرغۍ د خرڅلاو لپاره راوړي.

« کافروشۍ ته مې کنريان راوړي دي. دغه زيړ چپه سر کنريان چې دي، رنګارنګ قيمتونه لري لکه اته زره، نهه زره لس زرو پورې خرڅيږي. ارزانه هم شته او قيمته هم شته او که دا جمعه خرڅې نه شي، بلې جمعې ته يې راوړم.»

د ثمرقند په نوم يو تن چې کلنګي چرګان يې ميلې ته راوړي وو، له خپل کاره خوشحاله ښکاريدو:

« کافروشۍ ته راغلی يم او کلنګي چرګان خرڅوم.دا زما کسب دی، اوس مې پنځه دانې راوړي دي. له زرو افغانيو څخه نيولې تر اوه زرو پورې قيمتونه لري، دا اوس چې دې وليدو دا په پنځلس سوه دی، د اوه زرو هم راسره شته او چې شوقي يې راشي ګران يې هم اخلي. د تيرو شپږو کلونو راهيسې دا کار کوم.»

د مرغانو دغې ميلې ته که هره جمعه په سلګونه تنه خپل مرغان د خرڅ لپاره راوړي، نو په سلګونو تنه اخيستوونکي هم په کې په نظر راځي، د عجب خان په نوم يو تن چې له جلال اباده د مرغانو ميلې ته د خپل ذوق د مرغانو په اخيستو پسې ورغلي و، وايي په بازار کې ګوري چې د خپلې خوښې مرغۍ پسې ګرځي.
یو بل کس صفی الله وايي، چې د کنري، يا سايرې اخيستو پسې راغلی دی او زياتوي، سهار وختي چې کنري سندرې وايي او زه پرې له خوبه راويښيږم، خوند ترې اخلم.

خو محمد ظاهر وايي چې بد امنۍ د مرغانو په کار او بار هم بد اثر غورځولی دی.

« دوه کاله مخکې پاکستان ته د مرغانو ډير ښه تجارت روان و. اوس هلته هم حالات خراب دي، خلک زړه نه ښه کوي چې پاکستان ته لاړ شي. هلته افغانان نيسي. اوس بازار ډير خراب شوی، دومره خراب شوی چې د خپل دوکان کرايه هم نه شو ايستلای.»

ياده دې وي چې د کافروشۍ کوڅه چې پخوا به په کې د څارويو لپاره واښه خرڅيدل، له لسګونو کلونو راهيسې په کې د مرغانو د بيلابيلو ډولونو د پېر او پلور کار وبار روان دی، هره جمعه ورته په سلګونه تنه له دولس کلنو زلميانو څخه نيولې تر شپته کلنو سپين ږيرو پورې د مرغانو شوقيان ورځي. خو د يو شمير دوکاندارانو په وينا چې اوس د پخوا په څير د مرغانو د ساتلو شوق ډير کمرنګی شوی دی. چې لويه وجه يې په سيمه کې بد امني په ګوته کوي.
XS
SM
MD
LG