د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (پر یوټیوب بندیز او د هنرمندانو کاروبار)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د سندرو امېل خپرونه د پښتنو سندرغاړو او ويډيوګانو جوړوونکو هغو اندېښنو ته ځانګړې شوې ده چې وايي، د پاکستاني حکومت له خوا پر ټولنيزې انټرنيټي ويب پاڼه (یو ټيوب) د بندیز پرېکړې، د دوی هنري کارونه ټکني کړي دي.

ځوان سندرغاړی راشد خان وايي، په پاکستان کې د یوټیوب تړل د ده او د ملګرو ښه ویډیو ګانې ولس ته نه شي رسولای.

نوموړی دا کار د سندرغاړو تاوان بولي.

د پېښور د سنګم میوزک سنټر مالک وايي، که پر یوټیوب بندیز وي او که نه، دوی ته تاوان نه رسي.

دی وايي، اصلي مسله دا ده چې په پاکستان کې د سندرو او شاعرۍ حقونه خوندي نه دي.

خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG