د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (پښتون نایټ یا د پښتنو شپه)



د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د پاکستان په اسلام اباد کې له تېرو درې کالونو راهيسې د (پښتون نايټ یانې د پښتنو شپه) په نوم د موسيقۍ د محفلونو يوه لړۍ پيل شوې ده، چې تر خيبر پښتونخوا او بلوچستانه یې شهرت موندلی دی.

د دې محفلونو برابروونکي ذیشان خټک په وینا، دوی محسوسه کړه چې د پښتنو کلتور ته توجه نه ورکول کېږي نو دوی ځکه دا لړۍ پیل کړه.

دی وايي، له ۲۰۱۰ز کال راهیسې په هرو درو میاشتو کې یو ځل یو یوه شپه پروګرام جوړوي چې په کې ګڼ شمېر پښتانه برخه اخلي.

خټک په خپلو خبرو کې د توپیر پالنې ذکر هم کوي او وايي چې بېلا بېلې ادارې د پنجاب هنرمندانو ته زیاته توجه ورکوي او پښتنو ته ډېر ارزښت نه ورکوي.

د پښتنو د دې کلتوري شپې په اړه نور مالومات سره د سندرو په دې خپرونه کې واورئ.

د سندرو امېل خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG