د لاسرسي ځای

تازه خبر

په آذر بايي جان کې په سلګونه کسانو مظاهره وکړه


په سلګونو کسانو نن د آذربایجان په مرکز باکو کي مظاهره وکړه او د مرکزي ښارګوټې اسماعلیه له وروستیو مظاهرو سره یي خپل پیوستون څرګند کړ.

د آزادي آروپا راډیو د آذرې څانګې خبریال وایي، پولیسو د مشهور لیکونکې یا بلاګر امین ملي، د بشري حقونو د فعالې ملاحت نصیبوا او څېړونکې ژورنالیستې خدیجه اسماعلیووا په ګډون، له پنځوسو زیات مظاهره کوونکې ونیول .
پولیسو دغه راز د خلکو د خورولو په مقصد له اوښکي بهوونکي غاز او اوبو څخه کار واخیست.

د نن ورځې مظاهرې د ځوانو فعالانو له خوا تنظیم شوې وې او په اسماعلیه ښارګوټې کي یي د مظاهره کوونکو پرضد د قوې د استعمال پر ضد اعتراض وکړ. پدي ښارګوټې کې پدي وروستیو کې زیاتې مظاهرې شوې او وروستۍ ستره مظاهره یي د جنوري په ۲۴ مه وه. مظاهره کوونکې د سېمه اېز والې د استعفی او په شخړو کې د زیات شمېر نیول شویو کسانو د خوشي کیدو غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG