د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمې خیبر کې خونړۍ نښتې، ۳۲ وژل شوي


فرهاد شینواری

لواړګی - د قبایلي سیمې خیبر د باړې تحصیل مرستیال پولیټیکل اېجنټ محمد ناصر مشال راډیو ته ویلي دي چې ((د جمعې پر ورځ د خیبر اېجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د حکومت پلوه ډلې انصار الاسلام او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په نښتو کې خوا وشا ۳۲ کسان وژل شوی دی،او یوشمېر ژوبل شوي دي، او دغه شمېر نور هم زیاتېدای شي.))


نوموړي وویل: ((د دواړو ډلو ترمنځ په تیرا کې پر یو شمېر مورچو باندې نښتې روانې دي او په یو بل درنې او سپکې وسلې کاروي.))

د جمعې له ورځې راهیسې په روانو نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه له دواړو خواوو متضادې دعوې مخې ته راغلې دي؛ او په تیرا کې د ټیلی فون د نشتوالی له امله کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د انصار الاسلام وسله والې ډلې یو ویاند وايي، په دې نښته کې د دوی ۲۳ کسان وژل شوی دی چې یوازې ۸ یې خپل رضا کار دي او نور یې ولسی ملاتړی ول.

ویاند ادعا کوي، دوی هم له ۳۰ زیات طالبان وژلي دي، او درې یې ژوندي نیولي دي.

خو طالبانو په خپله د انصار الاسلام د دغو ادعاو او شمیر په اړه څه نه دي ویلي.

هلته د خیبر سرکاری چارواکی وایې، یوازې نهه طالبان په کې وژل شوي دي خو بیا آذادې سرچینې وایې دغه دواړو خواوو ته اوختی شمېر له ۴۰ هم زیات دی.

یاده دې وی چې تیرا میدان د حکومت پلوه وسلوالې ډلې انصار الاسلام تر واک لاندې سیمه ده. دا ډله دلته له اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسله والې ډلې پرضد مزاحمت کوی او تیرا میدان ته کومه بله وسله واله ډله نه ورپرېږدي؛ او اوس یې په کې د طالبانو پرضد هم مزاحمت پیل کړی دی.

تیرا میدان د باړې له بازاره شا و خوا ۷۰ کلومیټره لرې، د ډېورنډ له کرښې سره پرته غرییزه سیمه ده.

دلته د بر قمبر خېل، شلوبر، ملک دین خېل، سپاه او ځینې نورې قبیلې اوسي.

په تیرا کې یو شمېر وسله والې ډلې شتون لري، او ځینې ډلې په کې بیا له یو بل سره هم په جګړه کې ښکېلې دي.

په دې سیمه کې د حکومت واکمني نشته او قبیلې دغه سیمه په خپله ساتي.
XS
SM
MD
LG