د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې دوه طالب مشران ووژل شول


په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه وايي، په کونړ او غزني کې یې دوه طالب مشران وژلي دي.

نن د ایساف لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي، افغان او بهرنیو سرتېرو په ګډو عملیاتو کې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې یو طالب قوماندان وژلی دی چې له القاعده سره تړاو لري.

دا طالب مشر ولي نومېږي. د ده په اړه ویل شوي چې د طالبانو او القاعده په منځ کې یې د فعالیتونو له پاره همکاري کوله، په دانګام ولسوالۍ کې یې پر افغان او بهرنیو سرتېرو حملې ترتیبولې او د وسلو او ځانوژونکو حملو واسکټونو انتقال یې څاره. بیان وايي، بل طالب مشر چې علا الدین نومېږي د غزني په اندړو کې وژل شوی دی.

علا الدین د یاغیانو د هغې ډلې مشر وو چې پر افغان او بهرنیو سرتېرو یې د حملو له پاره ماینونه ښخول او د وړو وسلو حملې یې کولې. تر وژنې مخکې نوموړي په غزني کې پر افغان ملي پولیسو د حملې پلان جوړاوه.
XS
SM
MD
LG