د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اډیاله بندیانو پر مسله حکومت ته یوه اونۍ وخت



د پاکستان سپريم کورټ له اډياله زندانه د ورکو شویو بندیانو مسلې هواري له پاره حکومت ته د يوې اونۍ وخت ورکړی دی.

د دې مسلې د مقدمې اورېدونه تېره ورځ، د سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چودري په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ کړېده. دې جرګګۍ د قبایلي سیمو د سېکرټر ناصر جمال هغه رپورټ رد کړی دی چې ویلي یې ول، له دې کسانو سره بمونه او نا قانونه وسله وه نوځکه دوی نيولي. عدالت ویلي ، که له دې کسانو سره غېر قانونه وسله وه نو ولې پر دوی په ۱۵ مياشتې کې مقدمه نه ده چلول شوې او دوی په قيد کې دي؟

د دې په ځواب کې لوی څارنوال ویلي، حکومت ته د دې خلکو پر ضد ثبوتونه په لاس ورغلي دي او د مقدمې پیلولو له پاره یوه میاشت وخت ورته په کار دی. سپریم کورټ د هغه دا غوښتنه رد کړې او د مقدمې اورېدنه یې د روانې میاشتې تر ۲۸مې ځنډولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG