د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د امن لپاره طالبانو سره خبرو ته تیار یو"


د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين


نیاز احمد خان مشال راډيو

سوات:- د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وايي، چې د صوبې د مشر وزیر بشیر احمد بلور د وژنې وروسته د دوی ګوند د اسفندیار ولي خان په مشرۍ د لوړې کچې یوه غونډه کې فیصله وکړه چېله وسله والو طالبانو سره د سیمې د امن لپاره خبرو اترو ته تیار دي خو که چېرې وسله وال طالبان خبرو ته غاړه نږدي نو بیا به حکومت نور ګامونه پورته کوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې له طالبانو سره خو په سوات کې خبرې وشوې او ناکامه شوې نو بيا دوی ولې له وسله والو سره خبرې کوي او هغه هم د طالبانو په شرطونو. ميا افتخار حسين وویل، چې په سوات کې وړاندې ولس او خبريالانو به د وسله والو مرستې کولې خو چې کله دولت له دوی سره د امن خبرې وکړې او بيا هم طالبانو ترهګري پرې نه ښودله، نو ورسته ولس او د پاکستان ميډيا د دولتي موقف ملاتړي شول او د وسله والو طالبانو څخه یې کرکه پيدا شوه او همدا د دوی کاميابي وه.

اوس هم دوی له دې وجې له طالبانو سره خبرو ته تيار دي، که چرې بيا هم طالبان د دوی موقف نه مني نو دوی به له مرکزي حکومت سره په ګډه نوې حکمت عملي خپلوي.
XS
SM
MD
LG