د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر نویو برتیانو دې بندیز لرې کړل شي


د خیبر پښتونخوا د صحت صوبايي وزير سيد ظاهر علي شاه
د خیبر پښتونخوا د صحت صوبايي وزير سيد ظاهر علي شاه


غلام غوث مشال ريډيو

پيښور: د خيبر پښتونخوا د صحت صوبايي وزير له انتخاباتي کميشنه غوښتي چې د صحت په محکمه کې دې تر راروانو ټولټاکنو وړاندي پر نويو برتيانو د بنديز لګولو فيصله بیرته واخلي چې د روغتيا په محکمه کې د نويو برتيانو بهیر جاري وساتل شي.

د صحت صوبايي وزير سيد ظاهر علي شاه مشال ريډيو ته وويل((موږ د ډاکټرانو انټرويوګاني پيل کړې دي،د صحت په بيلا بيلو مرکزونو کې موږ ته ډاکټران په کار دي، ځینو ځايونو کې موږ ته نرساني په کار دي، ځینو ځايونو کې موږ ته پيراميډيکل سټاف په کار دی، نو دا يو عمل موږ روان کړی دی او هر څوک که راځي خو دا يو داسې عمل دی چې که نن يې پوره کړو نو سبا به يې بيا کوو، او د صحت محکمه په ضروري سروسز کې شامل کړل شوی ده نو که چرته يو ځای په کې نيمګړتيا وي نو ټوله محکمه متاثره کېږي نو ځکه موږ غوښتنه کوو چې د صحت محکمه دې د نويو پوسټونو د ډکولو له بنديزنو ازاده کړل شي چې موږ دا سلسله جاري وساتو ))

په موجوده حکومت کې د صحت د محکمي د خصوصي ګامونو په لړ کې د يادې محکمي سيکرټري محمد اشفاق خان مشال راډيو وويل، چې دوی د ٤٥٩ د نرسانو د روزنې لپاره پروګرام پيل کړي دي او د تورژړي(Hepatitus C) د کېنسر او د زړه د مريضانونو لپاره د وړيا علاج ګامونه پورته کړي دي. نوموړي وويل((دا نوی هڅې چې مخکینیو حکومتونو نه وې پيل کړې، بل دا ده چې د هر رقم کېنسر موږ په څلور مرکزونو کې وړيا علاج پيل کړي، بل د زړه د مريضانو د انجيوګرافي او انجيو پلاسټي چې په لکونو روپو خرچه پرې راځي. دا به موږ وړيا کوو، بل چې کومې نرسانې دي د هغوی روزنه موږ په آ غا خان پوهنتون کراچۍ او کینګ ايډورډ ميډيکل کالج لاهور او شفا انټر نيشنل اسلام آباد او خيبر ميډيکل پوهنتون پيښور کې کوو چې زموږ د اسپتالونو معيار لوړ کړل شي))

له مشال ريډيو سره په خبرو اترو کې د صحت محکمې صوبايي وزير سيد ظاهر علي شاه د پوليو په کار کوونکو د بريدونو روستو د صورتحال د پوښتني په ځواب کې وويل، په کار ده چې مذهبي عالمان د ټول ولس سره په ګډه د پوليو پر ضد خپل رول ولوبوي((که د صحت محکمه يواځې دا کوي نو تر څو چې د ولس مرسته په دي کې نه وي او مذهبي عالمان په دي کې مرسته ونه کړي او دا چا ماشومانو ته چې موږ ويکسين ورکوو هغه په دې کې مرسته نه کوي نو موږ سره چې د ټولني ټولي برخي په دې کې مرسته او ملاتړ وکړي، نو هله به دا سر ته رسي ، اوس وګورۍ، له پوليو څاڅکو نه انکار کېږي، څوک وايي دا څاڅکې د ماشوم لپاره ښه نه دي او دا ماشوم نه بل شي جوړئ))

د صحت صوبايي وزير په تيرو پنځوو کالو کې د صحت د محکمي ټول جزيات د خبريالانو سره شريک کړل او د اليکشن کميشن نه يې په خصوصي توګه غوښتنه وکړه چې د صحت په محکمه کې دي په نوي بهرتهيانو بنديز نه لګوي او زياته يې کړه چې که چېري دا بنديز عملي کړل شو نو د صحت په محکمه کې به په خيبر پښتونخوا کې د ١٢٠٠خالي پوسټونو د ډکولو عمل نيمګړي پاتي شي-
XS
SM
MD
LG