د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: یوه ښځه له وژنې وروسته سوځول شوې



دکونړولایت دماڼوګي ولسوالۍ په دري ښار کلي کې د تیري چهار شنبي په ورځ په یوه کورکې یوه ښځه د خپلې کورنۍغړو لومړی په چړو وژلې او بیا يې د هغې مړی په اور سوحولی دی. د کونړ امنيتي چارواکې وایې، چې د پیښې په تړاو یې اووه تنه نیولي دي. د کونړ اوسیدونکې د تیري ورځي پیښه ظلم ګڼي او له دولته غواړي چې باید مجرمینو ته سخته سزا ورکړل شي.

دکونړ امني قومندان مل پاسوال عوض محمد نذیري مشال راډیو ته وویل چې مریم د کورني تاوتریخوالي په وجه لومړی خپل خاوند او د هغه وروڼو په چړو وژلې او بیا یې سېځلې ده.

دی وایي، د پیښي په تړاویې دښځي دخاوند اسحاق په ګډون ۷ تنه نیولي چی اوسمهال ترې پلټنې روانې دي.

له سیمې یوه تن عبدالله پر تلیفون مشال راډیو ته وویل چې له مریمې سره ډیر ظلم شوی او باید چی قاتلینو ته سخته سزا ورکړی شي.

((اول یې سر ترې پرې کړی، بیا یې په چړو وهلې ، بیا یې جامې راټولې کړې دي، تیل یې پرې اچولي او سوځولې یې ده. له انسانانو سره دا ظلم او زیاتی شروع دی.او داخلک ظلم زیاتی کوي لوی الله دې ترې بدل واخلی .))

دکونړ ولایتي شورا غړي دخویندو یون ټولني مسولې استاد توراج مشال راډیو ته وویل، د پخوا په پرتله په کونړ کې دښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کې زیاتوالی راغلی دی. د دغه ولایت په هوارو او لرې پرتو غرنیو سیمو کې هره ورځ ښځې له زور زیاتي سره مخامخ دي.

((دغه یوه تور سرې وه ،یوه زنانه وه. د چا خور د چالور وه، باید چې سپک چلند له ښځو سره ونه شي. دغه ډول کارونه که په ښاریو کې کیږي او په کلیو او بانډو کې کیږي ټول داسلام له نظره ناروا او دانسانیت څخه لري دي، دغه ظلمونه له ښځو سره زیات شوي دي ، بعضي جینکۍ حلالېږي، بعضي ښځی تېښتول کېږی ، ځینې په اور سېځل کیږي تېل پرې اچول کیږي.))

استاد توراج وویل، که څه هم چې دوی ډیرې هڅې کړې دي، چې خلکو ته د ښځو د حقوقو په اړه معلومات ورکړي خو بیا هم دهري ورځې په تېرېدو پر ښځو د تاوتریخوالي کچه زیاتېږي.

((له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره مو ورکشاپونه جوړ کړي چې خلک د ښځو له حقوقو خبر شي. دیني عالمانو او قومي مشرانو سره مو اړیکې ټینګي کړې او ورته مو ویلي چې باید په مسجدونو کې او خطبو کې خلکو ته دښځو دحقوقو په اړه تقریرونه وکړي چې ښځي هم په ټولنه کې مهم رول لري .))

دکونړ اوسیدونکې وایې له دې وړاندې هم ډیرې ښځې د خپلو کورنیو غړو وژلې دي، وهل شوې دي او له کورونو شړل شوې دي. خو کله یې چې یې قاتلین نیول شوي. د ډاګیزو محکمو پر مهال ورته داعدام او نورې سزاوي اورل شوې خو تراوسه هیچا ته ټاکلې سزا نه ده ورکړل شوي.

روح الله انوري کونړ
XS
SM
MD
LG