د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې چاودنو ۶ تنه ووژل ګڼ ژوبل


کراچۍ کې له اخ و ډب تر اوسه په زرګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي
کراچۍ کې له اخ و ډب تر اوسه په زرګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي
ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان تر ټولو لوی سوداګریز ښار کراچۍ کې د زیارت (پنجشنبې) په ماښام دوه پرلپسې بمي چاودنو ددوه پولیسو سرتیرو په ګډون ۴ کسان ووژل.

د سیمې پولیس مشر علیم جعفري د پېښې په ځای کې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لومړنۍ پېښه د لانډي ټاون په مظفراباد کالونۍ سېمه کې هغه وخت مخې ته راغله کله چې د خځلو په یوه انبار کې درنه چاودنه وشوه ـ د هغه په وینا کله چې د ژغورنې ادارې او امنیتي سرتیري د پېښې ځای ته ورسیدل نو دویمه چاودنه وشوه چې له امله یې د سیمې پولیس افسر ډي ایس پي کمال خان منګن ،سب انسپکټر اکبر حسین او دوه لارویان وژل شوي دي ـ
د نوموړي په وینا د چاودنې له امله د سیمې ایس ایچ او امان الله خان مروت په ګډون ۱۳ پولیس سرتیري او ۴ عام وګړي ژوبل شوي دي.

((ډي ایس پي او نورو پولیسو ته مرګ ژوبله په داسې حال کې اوښتې چې دوی عام خلک د چاودنې له ځاییه لېرې کول ـ که دوی داسې نه وای کړی نو د دویمې چادنې د ځایې خوا ته به ډېر خلک راغلي وای او ممکن چې ډېره مرګ ژوبله یې اړولې وې ))

د بمونو شنډولو ادارې (بم ډسپوزل سکواډ) چارواکي وایي په لومړنۍ چاودنه کې یو کیلو ګرام او دویمه چاودنه کې درې کیلوګرامه بارود کارول شوي و او دواړه چاودنې د ریموټ کنټرول په ذریعه ترسره شوي دي.

په پېښه کې ژوبل شوي کسان د کراچۍ جناح هسپتال ته رسول شوي دي چې د ډاکټرانو په وینا د ځینو ژوبل کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی ـ

یاده دې وي مظفراباد کالونۍ په کراچۍ ښار کې د پښتنو ګڼ میشته سېمه ده ـ څه موده مخکې د اوسنۍ پېښې د ځایې سره نزدې د ګلشن بونیر په سېمه کې د پولیو ضد د څاڅکو ورکونکو ډلوباندې حمله شوې وه چې پکې ددغه کمپاین چلونکې دوه ښځینه کارکونکې وژل شوې او دوه نورې ژوبل شوې وې ـ ددغو پېښو وروسته قانون نافذونکو ادارو په سېمه کې عملیات ترسره کړي ول.

د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د یادو دواړو چاودنو مسولیت منلی دی ـ د یادې ډلې ویاند احسان الله احسان له نامالوم ځایې څخه د ټلیفون له لارې مشال ریډیو ته ویلي دي چې د پاکستان امنیتي ادارې ددوی په هدف دي او دغه چاودنې هم په امنیتي سرتیرو ددوی لخوا د ترسره کیدونکو حملو تسلسل دی ـ

ددې ترڅنګ په ښار کې د اخ و ډب په روانو پېښو کې د سهراب ګوټ،فرنټیر کالونۍ او ګلشن اقبال په سېمو کې درې نور کسان د نامالومه وسله والو د ډزو ښکار شوي دي ـ

پولیس وایي په دغو وژل شویو کسانو کې یو تن حاجي محمدخان نومیده او نوموړی د عوامي نیشنل ګوند د سهراب ګوټ د سیمې تنظیمي عهدیدار و ـ د هغه تعلق د مومندو ایجنسۍ سره و ـ
په کراچۍ ښار کې د بدامنۍ دا پېښې په داسې مهال رامنځته شوې چې سند حکومت د ربیع الاول (اولې خور) د میاشتې د ۱۲ مې په مناسبت د کراچۍ ښار په ګډون د سند په ټوله صوبه کې د سخت امنیت په موخه ځانګړي ګامونه اوچت کړي دي ـ
XS
SM
MD
LG