د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستر عدالت د وزیراعظم پر ضد د یوه بل تور پلټنه کوي


وزیراعظم راجا پروېز اشرف
وزیراعظم راجا پروېز اشرف


د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ د پنجشنبې په ورځ د دې ملک د وزیراعظم راجا پروېز اشرف پر ضد د دویم کېس د پلټنو هم امر وکړ.

په دې کېس کې پر وزیراعظم راجا پروېز اشرف دا تور دی چې د تېلو او ګېسو د ادارې پخوانی مشر توقیر صادق یې ټاکلی وو او بیا یې له پاکستانه په تښتېدو کې ورسره مرسته کړې وه.

پر توقیر صادق تور دی چې په رشوت او دلالي کې یې شاوخوا ( اته سوه پنځوس ) میلیونه امریکايي ډاالر چې شاوخوا ۸۲ اربه پاکستانۍ جوړېږي غلا کړې دي.

پر پاکستاني وزیراعظم راجا پروېز اشرف وار له مخه دا تور هم دی چې هغه وخت یې د کرايي بجلي ګرو په اخیستلو کې درغلۍ کړې وه چې کله دی د اوبو او برېښنا وزیر وو.

لوړپوي حکومتي چارواکي پر سپریم کورټ تور لګوي چې د دوي د ادارې د مخنیوي لپاره په یوه داسې کېمپاین کې ښکېل دی چې په سیاسي توګه هڅول شوی دی.

د راجا پروېز اشرف اتلافي حکومت به د پاکستان په تاریخ کې لومړی ټاکل شوی ولسي حکومت وي چې د خپلې واکمنۍ موده پوره کړي.
XS
SM
MD
LG