د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیاست کې د ستر عدالت مداخلت




مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- په پاکستان کې په دې ورستو کې د عدلي او په خاصه توګه د ستر عدالت په اړه ويل کیږی چې ددغه هيواد په سیاسي او انتظامي معاملو کی بېځايه مداخلت شروع کړی دی، چې له وجې یې د دغه هيواد د ولس ریښتونې ستونزې شاته شوې دي. په اسلام اباد کې پخوانی وزير قانون او موجوده سینيټر ايس ايم ظفر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې موجوده ستر عدالت د دغه هيواد د سیاسي معاملو په اړه له حد ه زيات فعاليت اوس د ټولنې يوه برخه په دې سوچ مجبوره کړې ده چې عدليیه د خپل اختيار نه تجاوز کړي دي.

((د دې خبره چې کومه رښتونې جرړه ده هغه دا ده چې ډيرې زياتې فیصلې په ميريټ نه دي شوې او چې د صوابديدي اختيار چې کومه خبره کېږي، په آيين کی هم او په قانون کې هم او ويل کیږی چې هغوي د خپل صوابديد او اختيار له مخه ډيري فيصلي کولای شي. نو د دې په نتيجه کې اوس داسې خلک رامنځته شوي دي چې د خپلو ځانګړو وفادارو زياته پراواه کوي او د رياست د ذمه وارو زياته پرواه نه کوي .او دا ده چې په سیاست کې ډيرې نيمګړتياوې دي خو د هغي سمول صرف د عدليې ذمه واري خو نه ده، نو تر کومه چې زموږ په ټولنه کی اصلاح پسند سوچ نه وي پياوړي شوی تر هغې پورې دغه نيمګړتياوې له مینځه نه شي تلای))

د پاکستان په ۶۶ کلن تاريخ کی کله هم چې متخب جمهوري حکومتونه ددغه هيواد پوځي ډیکټريانو کله په يو تور او کله بل تور ختم کړي دي نو دغو پوځي حکومتونو ته د خپل واک د پياوړتيا لپاره ددغه هيواد سترې عدليې نه صرف قانوني جواز ورکړي دي بلکې په ځينو حالاتو کې یې خو یو فرد ته ددغه هيواد په آیين کې د بدلون اختيار هم ورکړی وو. په پیښور کې قانون پوه او پخوانی اټارني جنرل قاضي ا نور وايي،

((ما څو څو ځله په خپله د ستر عدالت ستر قاضي ته ويلي دي چې بايد ادارې دي خپلو دندو ته پريښودلای شي او ستر عدالت دې هم د يوې ادارې په توګه خپله دنده تر سره کړي، او دا انفرادي فعاليت چې ته د ځان نه تحصیلدار هم جوړ کړي، تاڼي دار هم ته شي د درغليو پر ضد عدالت د قاضي رول هم لوبويو نو دا مناسبه نه ده، او هغه ځکه چې دې سره د ستر عدالت عزت کميږي، تاريخ ګواه دی چې دي نه مخکې ستر عدالت خپل صوابديدي اختيار په هغو کیسونو کې کارولي وو چې کومه معامله به د قامي اهميت وه، او دا چې د يو کس د قتل په حواله سو موټو ايکشن اخیستل کېږي نو د غريبانانو بچي چې روزانه وژل کېږی ده هغوي به څوک تپوس کوي

قاضي انور وايي چې د پاکستان ټولنې د نورو مهذبو معاشرو غوندې دومره پرمختګ لا نه دی کړې او بله دا چې دا يو منلي شوی اصول دی چې قاضیان هره خبره ټولنې ته د خپلو فيصلو له لارې رسوي او په ټولينيزو غونډو کی د ګډون نه هميشه ډډه کوي ، نو دا بالکل مناسبه نه ده چې قاضيان دې خلک دې ته وهڅوي چې د هغوی په اړه په ټولينيزو غونډو کې د زنده باد چیغې ووهي او هغوي دي په اوږو اوچت کړي.
XS
SM
MD
LG