د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او پاکستان له ترینګلتیا په راوتو دي



ډان ورځپاڼه په افغانستان کې د یو امریکایی کمانډر له خولې ليکي امریکا او پاکستان د یو بل تر مینځ د کشالو د پړاؤ نه په راوتو دي، چې تېر کال یې تعلقات له یو بل سره خراب شوي وو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مرستیال کمندان لېفټینېنټ جنرل جېمز ټیري نه چې کله د دواړو هیوادونو تر مینځ د تعلقاتو په اړه پوښتنه وشوه چې تېر کال د یو څو پيښو له امله خراب شو، نو نوموړي وویل، چې د پوځ د نقطه نظر نه موږ د پاکستان سره د کړکیچن پړاؤ نه د راوتلو په حالت کې یو. خو نوموړي زیاته کړه چې د امریکا، پاکستان او افغانستان تر مینځ په پوځي کچه درې اړخیزه همکاري به وخت اخلي. د دغه کمانډر په خبره په پاک افغان سرحدي سیمه د مسلو په اړه د دواړو هیوادونو تر مینځ نیغ په نیغه خبرې اترې یوه ښه نښه ده.

ورځپاڼه د ټیري له خولې لیکي په پاک افغان پوله د وسله والو د شمېر په اړه څه ویل ګران دي خو وېې ویل د یوې اندازې سره سم د دوی شمېر خو او شا شلو زرو پورې دی. د امریکا له تللو وروسته د وسله والو سر راپورته کولو د امکان په حواله د میډيا د رپورټونو په اړه هغه وویل د راتلونکي په اړه څه ویل ګران دي.

بلخوا د جنګ او امن راپورولو یوه څېړنیزه اداره) انسټيټيوټ فار وار اینډ پيس رپورټنګ) ليکي، افغان ولسمشر حامد کرزي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش او د امریکا د ولکې نه قیدیانو د سپارلو په اړه د یو لړ مراعاتو سره له واشنګټنه واپس شو. خو په افغانستان کې د هغه ځينې تنقید کونکي بیا له هغه مطمین نه دي او وایي باید داسې یوه ژمنه یې تر لاسه کړي ول چې د 2014م تر آخره به ټول بهرني ځواکونه له هیواده ووځي. نورو بیا امریکایي ځواکونو ته د عدالتي کاروايي بغېر د بښنې هم مخالفت وکړ.

آی ډبلیو پي آر د دواړو هیوادونو تر مینځ امریکایي ځواکونو ته د استثنا ورکولو د مسلې په اړه لیکي که چیرې د 2014م وروسته امریکایي ځواکونه که یواځې په کم شمېر کې په هیواد کې پاتې کیږي نو د امریکا لپاره دا هغه شرط دی چې خبرې اترې پرې نه شي کیدای. اداره په عراق کې هم دغه شان یوې مسلې په باب لیکي چې د عراق د حکومت لخوا امریکایی ځواکونو ته بښنه نه ورکولو له امله واشنګټن د 2011م په آخر کې خپل ټول پوځيان له هیواده وویستل.

د ادارې په خبره په افغانستان کې ډېر خلک د دې خبرې مخالفت کوي او فکر لري چې د جرم په صورت کې ځایي او بهرني باید یو شان د هیواد قانوني نظام سره مخامخ شي.

اداره زیاتوي که چیرې د دواړو هیوادونو تر مینځ په دې اړه یو تړون لاسلیک شي او د 2014 م نه پس یواځې لږ شمېر امریکایي پوځيان په افغانستان کې پاته کيږي نو دوي د نوی راضي نامې سره سم کار کوي. دا هغه څه دي چې اوباما او کرزي په ملاقات کې له یو بل سره څېړلې وه. په کابل کې کرزي وویل دغه مسودې ته حتمي شکل ورکول به تقریبا نهه میاشتې واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG