د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د لوډشېډینګ پر ضد مظاهره




نيازاحمدخان مشال راډيو

د خیبر پښتونخوا د سوات مرکزي ښارمينګوره نشاط چوک کې ځايي تجارتي اتحاديوو د بجلي اوګيس لوډشيډنګ پر ضد احتجاجي مظاهره او پرلت کړی.احتجاجیان وايي، چې په سوات کې ټوله ورځ او شپه شل ګنټې بجلۍ غایبه وي.

ډاکټرخالد محمود چې د تجارتي اتحادې غړی دی وايي، دوی دې ته اړ شول چې د حکومت پر ضد احجتاجي مظاهره وکړي او د بجلۍ او ګيس ناروا لوډشيډنګ پر ضد خپل پرلت وغځوي. دی زیاتوي که چېرې په سوات کې دغه لوډشيډنګ کم نه کړل شو نو په پيښور کې د خيبر پښتونخوا ګورنر دفتر مخې ته احجتاجي مظاهره کوي.


په مظاهره کې شريک د سوات هوټل ايسوسيشن مشر زاهد خان وايي، چې د بجلۍ لوډشيډنګ له وجې د هوټلونو کاروبار په ټپه ولاړ دی، دی زیاتوي څنګه چې د پنجاب مري سيمه د بجلۍ لوډشيډنګ څخه پاکه ګرځول شوې ده، دغه رنګ سهولت او مراعات دې سوات ته هم ورکړل شي. که چرې دولت په دې سيمه کې امن غواړي او ولس ته روزګار موقعې ورکول غواړي نو لوډشيډنګ دې کم کړل شي.

دغه مظاهره کې يو شمير درزيان هم شامل ول چې د کالو ګنډلو مشینونو سره یو ځای راوتلي ول. د درزيانو اتحاديې مشر عثمان علي وايي، چې درزيان په دې مجبوره شوي دي چې خپل روزګار پرېږدي او یو بل کار شورو کړي. ځکه چې بجلۍ نشته کار څنګه وکړي.

د سوات ځايي چارواکي وايي چې د بجلي دغه لوډشيډنګ د مرکز حکومت له خوا کيږي ځکه دوی بې وسه دي. همدا خبره د سيمې دصوبایی اسمبلۍ غړي او د ځنګلاتو وزیر واجد علي خان هم له مشال راډيو سره وکړه او وايي، چې پوره بجلۍ ولس ته ورکول د مرکزي حکومت ذمه واري ده او دوی هم د سوات له ولس سره ملګري دي او مرکزي حکومت ته بيا بيا وايي چې په سوات کې دې د بجلي او ګيس لوډشيډنګ کم کړل شي.
XS
SM
MD
LG