د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وزیرانو خدمت کړی که درغلي


د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ د غونډې یو تصویر
د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ د غونډې یو تصویر


خدای نور ناصر مشال راډيو

کوټه:- د پاکستان د قامي احتساب ادارې چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته د بلوچستان د پخوانيو هغو وزیرانو نومونه ښوولي، چې پر ضد يې پلټنې شوې، او اوس غواړي، همدا وزیران ونیسي، چې د دوی په خبره په اربونه روپۍ درغلۍ یې کړېدي.

په دې وزیرانو کې د بلوچستان د مشر وزیر مولوي عبدالواسع په شمول، د صحت څانګې وزیر عین الله شمس، مولوي سرور موساخیل، علي مدد جتک، زمرک اڅکزی، اسفندیار کاکړ، طاهر محمود خان، حاجي محمد نواز، میرعاصم کرد ګیلو او ځينې نور وزیران شامله دي. د نیب د چارواکو په خبره د دوی پر ضد يې تر پلټنو وروسته یې دا پرېکړه کړې، چې ټول ونیسي، او ورڅخه د درغلیو په مد کې د قام په اربونو روپۍ بیرته واخلي. خو مولوي سرور موساخیل چې په دې وزیرانو کې یې نوم شامله دی، مشال راډيو ته وویل؛ دوی نه هم د قامي احتساب اداره مني، او نه یې هم پلټنې...

؛ د نیب چې کومه اداره ده، دا د پخواني جنرال په وخت کې ددې لپاره جوړه شوه، چې هغه سیاستوال پرې بې عزته کړي، چې د ده خبره نه مني. زه افسوس په دې کوم، چې په يوه سیاسي حکومت کې داسې ادارې لا هم ولې فعاله دي؛.

مولوي سرور موساخیل زیاته کړه؛ د دوی د حکومت څه کم پنځه کاله وشو، په دې موده کې کله هم یادې ادارې د يوه وزیر پر ضد داسې خبرې ونه کړې، اوس چې ګورنر راج نافذه شوی، نو يې له سیاستوالو څخه د غچ اخیستنې لپاره همداسې بیانونه ورکړل.

؛ زه په دې هم اکثره وخت سوچ وهم، چې دا نیب یا د قامي احتساب ادارې ولې هغه وخت څه نه ویل، چې موږ په حکومت کې وو. ولې یې زموږ پر ضد پلټنې نه کولې. او دا څنګه موږ په يوه میاشت کې غله هم شوو، او ډاکوګان هم. موږ نه غلا کړېده، او نه مو هم ډاکې وهلې دي. موږ يواځې او يواځې د خلکو خدمت کړی دی؛.

يواځې مولوي سرور موساخیل نه دی، چې وایې؛ غلاګانې یا درغلۍ یې نه دي کړې، او د خلکو خدمت یې کړی، پخواني ټول وزیران چې نیب یې پر ضد پلټنې کړې، همداسې وایې. په داسې حال کې د دې صوبې وګړي څه وایې؛ د کوټې له څو تنو څخه د قامي احتساب د ادارې د دې بیانونو په باب وپوښتل.

د کوټې يو اوسېدونکی هدایت الله وایې؛ موږ د دې بالکل په حق کې يو. د دې صوبې وزیران په خپل وخت بیخي زیاتي درغلی کړې دي. باید چې اوس ورڅخه پوښتنه وشي، هغه په اربونو روپۍ چې بلوچستان صوبې ته راغلې، چېرې ولاړې، او په څه ولګېدې. نه يواځې زه بلکې هر سړی په دې خوشاله دی، چې له دې وزیرانو څخه پوښتنې ګروېږنې وشي، او هغه پيسې چې دوی خوړلې دي، بیرته ورڅخه واخیستل شي؛.

د سالار خان اڅکزي په نامه يوه بل ځوان بیا وویل؛ د قامي احتساب ادارې دا ښه کار پيل کړی دی، خو که دوی دا کار ترسره ورسوي. داسې نه وي، چې بیا په نیب باندې یو څوک فشار واچوي، او دوی یې بیا بیرته پرېږدي. دلته که موږ وګورو، بیخي زیاته درغلي شوېده. مخکې پنځوس فیصده درغلی کېده، خو له بده مرغه په اوسني حکومت کې سل فیصده درغلي کېده؛.

له دې سره چې په بلوچستان صوبه کې د ګورنر واک تر راتلو ورورسته قامي احتساب ادارې همدا پلټنې پیل کړې. او هم یې اوس د یادو وزیرانو د نیولو لپاره هڅي پیل کړېدي. خو يوه پوښتنه چې ددې وزیرانو په شمول ډېری عام وګړي یې هم کوي، هغه دا ده، چې ولې دا وزیران په هم هغه وخت کې ونه نیول شوو، چې په درغلیو بوخت ول.

XS
SM
MD
LG