د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ممبۍ بریدونو تورن کس ښايي ګرد عمر بندي شي




ايسوشييټيډ پريس اژانس ليکي، امريکايي څارنوالانو د نهې په ورځ د شيکاګو ښار په يوه عدالت کې د هغه امريکايي تن لپاره چې د ۲۰۰۸ م کال د ممبۍ ترهګر بريدونو د تنظيمولو لپاره تورن پېژندل شوی، د نسبتاً لږې سزا ورکولو په لړ کې دلايل وړاندې کړل.

د ډيوېډ هيډلې په نوم دغه ۵۲ کلن تن پر ممبۍ ښار د درې ورځنيو بريدونو لپاره پر ده لګول شوي تورونه منلي دي، چې په بدل کې يې ده ته د ټول عمري بند سزا اورول کېدای شي.

خو څارنوالانو عدالت ته په وړاندې کړيو اسنادو کې ويلي، د دې لپاره چې په ۲۰۰۹ م کال کې تر نيول کېدو وروسته هيډلې له کشفي ادارو سره تعاون کړی، پکار ده چې ورسره يو څه رعايت وشي.

د امريکايي څارنوالانو له وينا سره سم، دې تورن کس د دغو بريدونو لپاره د پاکستاني ترهګرې ډلې لښکر طيبه د پلان، د دې د کارکوونکو او د هغوئ د وړتياو په اړه دقيق مالومات ورکړي دي. هيډلې د شيکاګو ښار د يوه کاروباري تن تهور رانا خلاف هم ګواهي ورکړې ده، پر چا چې د ممبۍ د بريدونو او د يوه ډنمارکي ورځپاڼې په دفتر، چې د اسلام د ستر پېغمبر کارټونونه يې خپاره کړي وو، د حملو پلانولو تورونه لګېدلي دي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې، ډيوېډ هيډلې ته به د راروان زيارت په ورځ سزا اورول کېږي، د ده وکيلانو لا هم عدالت ته خپل دلايل نه دي وړاندې کړي.

نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې له څارنوالانو سره د يوه تړون په ترڅ کې سلا شوی و چې ورباندې لګېدلي تورونه به ومني، خو دا چې اعداميږي به نه او نه به هم هند ته لېږدولی شي.

د شيکاګو عدالت ته په ورکړل شويو اسنادو کې ويل شوي چې هيډلې د هندي مقاماتو پوښتنو ګروېږنو ته هم پرله پسې اوه ورځې غاړه ايښې وه. دغه راز ويل شوي چې نوموړي پرته له کوم محدوديته، د دوئ پوښتنې ځواب کړې، چې د هند حکومت ګټه ورې بللې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG