د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د نوو حلقه بنديو پر نه کولو اندېښنې




ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :د سند صوبې سیاسي ګوندونو د ټاکنو کمیشن د مشر فخرالدین جي ابراهیم له خوا په کراچۍ کې له نوې سره د انتخاباتي حلقه بندیو نه کولو په بیان اندزښنې ښودلي دي ــ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي قایمقام مشر نذیرجان وایي، د الیکشن کمشنر فخرالدین جي ابراهیم له خوا په کراچۍ کې له نوي سره د انتخاباتي حلقه بندیو د نه کولو اعلان د سترې محکمې ( سپریم کورټ) د حکم سرغړونه ده ـ د نوموړي په خبره په کراچۍ کې له نوې سره انتخابې حلقې جوړول د کراچۍ د امن لپاره هم ضروري دي ـ

د جماعت اسلامي مرکزي امیر منورحسن وایي، په کراچۍ کې له نوې سره د انتخاباتي حلقه بندي په کولو د ایم کیو ایم علاوه ټول سیاسي ګوندونه راضي دي او په داسې وخت کې د الیکشن کمشنر لخوا دا ډول بیان ورکول د عدالت د حکم له منلو د انکار په مانا دی:

((کله چې سپریم کورټ پریکړه وکړي او په هغه فیصله له ایم کیو ایم علاوه د کراچۍ ټول ګوندونه متفق وي او په داسې وخت کې د ټولټاکنو د کمیشن مشر یو بله خبره وکړي نو دا لازمي خبره ده چې د خلکو په ذهنونو کې پوښتنې راولاړیږي ـ دا بیان د سپریم کورټ د پریکړې له منلو انکار دی ـ د کراچۍ ښاریانو ته د سپریم کورټ د فیصلې وروسته دا امید پیدا شوی وو،چې هغوی ته به خپل حق میلاو شي خو دې بیان د کراچۍ ښاریان یو ځل بیا سخت ناهیلي کړي دي))

د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې جنرل سیکرټري بشیر جان وایي، د کراچۍ په حواله د سپریم کورټ لخوا ورکړل شوي هیڅ یوه فیصله په سمه توګه نه ده عملي شوې
((په اسلام اباد کې چې سپریم کورټ کومه فیصله وکړي په هغې خو عملدارمد کیږي، که هغه فیصله د وزیراعظم د لیرې کولو هغه هم وي ـ د کراچۍ په حواله سپریم کورټ یوه بله فیصله هم کړې وه چې د پوځ په نګرانۍ کې دې کور په کور د ووټونو د تصدیقولو کار وشي ، خو تراوسه نه خو موږ کوم پوځي په کوڅه کې ولیدو، نه ایف سي والا او نه رینجر والاـ دغه شان د حلقه بندیو په اړه په فیصله د عملدارامد خبره هم ده ))

دا چې په کراچۍ کې د سپریم کورټ د حکم روسته دټاکنو د کمیشن د مشر لخوا په ښار کې له نوې سره د انتخاباتي حلقه بندو نه کولو اعلان د قانون په نظر کې کوم حثیت لري په دې اړه د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن غړی او قانون پوه قادرخان ایډیوکیټ وایي:

((سپریم کورټ تر ټولو اوچته اداره ده ـ هغه هر چا ته هم دا هدایات ورکولای شي چې دا کار داسې وکړئ ـ د چیف الیکشن کمیشنر دا خبره چې تر سرشمېرنې (مردم شمارۍ) مخکې انتخاباتي حلقه بندۍ نه شي کیدلای نو دا هم آییني خبره ده ـ اوس خو کمشنر دا خبره په میډیا کې کړې ده ، خو که د مقدمې چلولو واله (پټیشنر) وغواړي چې عدالت کې استدعا وکړي چې په فیصله عملدارمد نه دې شوی نو بیا به سماعت شورو کیږي او بیا به عدالت کې الیکشن کمیشنر خپل جواب ورکوي))

یاده دې وي تیر کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ په کراچۍ کې له نوې سره د انتخاباتي حلقه بندیو کولو حکم کړی وو ـ د ایم کیو ایم ډلې سربیره د کراچۍ ټولو ګوندونو د سپریم ددغه پریکړې هرکلی کړی و ـ ایم کیو ایم ګوند د سپریم کورټ په یاده پریکړه د نظر ثانۍ خواستونه هم په سپریم کورټ کې جمع کړي دي ـ

په دو ورځو کې ۲۳ کسان ووژل شو


بلخوا په کراچۍ کې د اخ و ډب په تازه پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي ـ پولیس وایي د وژنو پېښې د ښار په نوې کراچۍ،منګوپیر،سایټ،کډا مارکیټ ،مهاجر کیمپ او منظور کالونۍ په سېمه کې مخې ته راغلي دي ـ پولیس زیاتوي په دغو پېښو کې د حسن عالم په نامه یو ډاکټر او د مسلیم لیګ ن ډلې دوه سېمه ایز عهدیداران هم په نښه شوي دي ـ

د ژغورنې ادارې وایي د ښار له بیلا بیلو برخو څخه ورته په بوریو کې د بندو ۶ کسانو مړي په لاس ورغلي دي ـ

راپورونه وايي چې په تېرو دوو ورځو کې په کراچۍ کې څه ناڅه ۲۳ تنه په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د اخ و ډب پېښې دوام لري چې د سیاسي او مذهبي ګوندونو د غړو ترڅنګ غیر سیاسي خلک هم په نښه کیږي.
XS
SM
MD
LG