د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د مقر لسګونه کلي مو له وسله والو پاک کړي دي"


د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې له تېرې څه مودې راهيسې د سيمې خلکو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړی وو، خو په نږدې ورځو کې يې د خپلې ولسوالۍ لسګونه کلي له وسله والو طالبانو پاک کړي دي.

ويل کېږي، چې د سيمې له خلکو سره سيمه ييز پوليس هم ملګري دي.

د مقر اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې شا و خوا دوه نيمې مياشتې وړاندې د څو کليو اوسېدونکيو د وسله والو پر ضد وسلې اخيستې وې، خو هغه وخته يې دومره پرمختګ نه وو کړی لکه په تېرو څو ورځو کې چې يې کړی دی.

دوی وايي، دا مهال د سيمې جنګياليو د ولسوالۍ شاو خوا سل کلي په خپله ولکه کې اخيستي دي.
د دغې ولسوالۍ يو تن حاجي محمد اکبر وايي، چې د سيمې ځينې اوسېدونکيو د تېرې عقرب مياشتې په وروستيو ورځو کې د خپلو سيمو د ساتلو په موخه وسلې اخيستې دي، چې وروسته ورسره سيمه ييز پوليس هم ملګري شوي دي.

دی وايي، اوس د سيمې د اوسېدونکيو ژوند د تېر په پرتله ډېر توپير کړی دی.

(( د عقرب مياشتې له وروستيو راهیسې د مقر ولسوالۍ په دريو منطقو، منجرخېل، خوزيي، او کوبند سيمو کې پاڅون شوی دی او تر اوسه يې د سلو په شا و خوا کې کلي له وسله والو طالبانو پاک کړي دي، پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس د سيمې خپل خلک دي، خلک ډېر ورسره خوشحاله دي))

د غزني د والي وياند نبي جان هم مني چې په مقر ولسوالۍ کې له څه مودې راهيسې د سيمې خلکو د خپلو کورونو د ساتلو په موخه وسلې اخيستې، او دوی ورسره سيمه ييز پوليس هم ملګري کړي دي.

دی وايي، د سيمې خلکو، او سيمه ييز پوليسو په دې وروستيو ورځو کې خورا ډېر کلي نيولي دي،
د ده په خبره تر اوسه پورې د سيمې هغو خلکو چې په خپل سر يې وسلې اخيستې، له دوی څخه مرسته نه ده غوښتې، خو که يې وغواړي، دوی تيار دي چې ورسره مرسته وکړي.
((پاڅون څه وخت مخکې شروع شوی وو، خو مونږ بيا سيمه ييز پوليس هم ورسره ملګري کړل، دوی دواړو ډېر پرمختګ کړی دی، او ډېرې زياتې لاسته راوړنې لري، کله چې پر يوه ډله بريد کېږي. هغه بله يې مرستې ته ورځي، او يو له بل سره همداسې مرسته کوي، پاڅون کوونکيو تر اوسه به مونږ څخه مرسته نه ده غوښتې خو که يې وغواړي، مونږ اکمالوو هم))

د روان لمريز کال په پيل کې د غزني په شيلګر کې هم د سيمې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ، چې وروسته يې له وسله والو طالبانو سره په پرله پسې توګه درنې جګړې وکړې.

د شيلګر اوسېدونکي وايي، که دولت لاس راکړی وای اوس به مو ټوله ولسوالۍ له وسله والو پاکه کړې وای، او وسلې به مو هم بېرته ايښې وای. خو داسې ونه شول.

سید شاه سقیم غزنی

XS
SM
MD
LG