د لاسرسي ځای

تازه خبر

”بیوروکرېسې راته د سلام ځواب نه وايي٬٬


د بلوچستان پخوانی وزیراعلی نواب اسلم خان ریسانی
د بلوچستان پخوانی وزیراعلی نواب اسلم خان ریسانی



نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان ختم کړل شوي حکومت یو وزیر ته مو ټېلېفون وکړو،نو د تمې خلاف یې ټېلېفون ډېر ژر پورته کړ او خبرې پېل شوې. پخوا داسې نه وه او وزیران صاحبان به په دومره خوارې لټول کېدل،چې پوښتنه مه کوه.په عامه توګه اورېدونکي په دې نه وي خبر، دوی چې کوم رپورټ اوري، د هغه تر شا اکثره وخت خبریالان څومره ستړې او خواري ګاللي.حقیقت هم دا دی چې په رپورټونو کې د وزیرانو نظر اخیستل بیخي ګران کار وي.هو!دا منم چې وزیران صاحبان به مصروفیت ډېر لري او د سرکار و خلکو په کارونو کې دوي زیات وخت نه لري،خو زموږ یو خبرېال ملګري په وېنا،د وزیرانو دا عادت دی چې هغه خبریال ته له قصدا وخت نه ور کوي او دا سې احساس ورکول غواړي، ګواکې دوی د خلکو په خدمت کې غرق دی او وخت نه لري.

زموږ یو خبرېال ورور خو یوه ورځ دا ګیله هم راته وکړه چې هغه یو وزیر ته ټېلېفون ورته وکړو او ځان یې ورته معرفي کړو.وزیر صاحب خپل یو بله شمېره ورکړه چې پر هغې زنګ ورته ووهي.دغ خبرېال چې کله ټېلېفون بند کړو او پر هغې دوېمې شمېرې یې زنګ وهل پېل کړل،نو پر بېا بېا هڅو سربېره هم د وزیر صاحب ټېلېفون بېرته پورته نه شو.خبرېال ګیله وکړه ٫٫یو وار خو یې زه وپېژندلم او وروسته یې د دې لپاره بله شمېره را کړه چې بېا خبرې نه را سره وکړي٬٬


د زیارت سیمې یو اوسېدونکي هغه بله ورځ راته ووېل چې د دوی له سیمې ټاکل شوی وزیر له هغه وخته دوی نه دی لیدلی،کله چې نوموړی په کال ۲۰۰۸م کې صوبایي اسمبلۍ ته کامېابه شو.د دغ اوسېدونکي په خبره، د سنځاوۍ سیمې ځینې ځوانانو د مسخرې په توګه یو کاغذ هم چاپ کړي او بېا یې پر دېوالونو لګولی وي.په کاغذ کې ځوانانو عُنوان (ګمشده وزیر کي تلاش) یاني ٫٫د ورک شوي وزېر لټون٬٬ ورکړی وو او په هغه کې یې فریاد کړی وو چې وزیر صاحب د رایې (ووټ) اخیستو پر وخت ډېرې ژمنې ورسره کړې وې،خو ژمنې څه کوې،نوموړی ګرسره له سترګو ورک شو. د سیمې اوسېدونکې ګیله راته وکړه ٫٫ هغه بله ورځ وزیر صاحب سنځاوۍ ته ورغلی وو او یوازې د دې لپاره چې له دوی سره ظلم شوی دی او مرکزي حکومت په زور د دوی حکومت ختم کړی دی،ځکه دې ولس له دوی سره احتجاج وکړي٬٬

حېران یم.موږ کې درد،احساس او فکر ختم شوی دی،که څنګه؟یو خوا ته له خلکو د اسلام په نامه ووټ واخلو او بیا هغه خلک دومره پر خپل حال پرېږدو چې ۵ کاله یې پوښتنې ته هم نه ور ښکاره کېږو......!خو اوس ولس ته درک لګېدلی دی چې په اصل کې وزیران څله په کلونو کلونو له دوی څخه ورک وي او هغه دا چې د یو راپور له مخې په بلوچستان کې د احتساب یا ٫٫نېب٬٬ ادارې وېلې دي چې د صوبې ۱۱ وزیرانو په خلاف یې کافي ثبوتونه ترلاسه کړي دي او اوس د دوی پر ضد په احتساب عدالت کې د پېسې خوړلو کېسونه درجوي او له بده مرغه په دغو وزیرانو کې ځینې هغه وزیران هم شامل دي، چې د اسلام په نامه له سپینو پښتنو ووټونه اخیستي وو.اوس ولس ته پکار ده چې دغه خلک وپېژني او په راتلونکي ټاکنو کې باکرداره کاندیدانو ته ووټ ورکړي.

یو بل وزیر صاحب،چې ټېلېفون یې د پخوا په پرتله په اول زنګ پورته شو،راته ووېل ٫٫ نن سبا موږ ډېر پرېشانه یو.د ګورنر واک نافذېدو وروسته مو ټول روان او مهم کارونه درېدلي دي او خلک خو یو خوا ته پرېږده،بېوروکرېسي (لوړرتبه سرکاري افسران) هم اوس د سلام ځواب نه را کوي٬٬

د دغه وزیر مطلب دا وو چې دغه لوړ رتبه افسران پخوا د دوی تر احکاماتو لاندې کار کاوی او هر هغه څه به یې ورسره منل،کوم چې دوی ورته ویل،خو اوس داسې نه ده.مګر دغه وزیر صاحب ته د ټولنې د یو وګړي په توګه ،زه بېا دا واېم چې تاسو ته خو نن بېوروکرېسې د سلام ځواب نه در کوي،مګر هغه خوار،بې روزګاره او غریب ولس؛چې تا ته یې ووټ در کړی وو،تا خو هم د هغه خوار سلام ته تر ۵ کلونو ځواب نه ور کولی.

XS
SM
MD
LG