د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
۱۴ ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
ژوندۍ
ژوندۍ
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
پښتونخوا او قبایل
"امن بهیر کې دې د سوات ځايي خلک شریک کړل شي"
جنوري ۲۱, ۲۰۱۳
"امن بهیر کې دې د سوات ځايي خلک شریک کړل شي"
شریک کړئ
شریک کړئ
چاپ کړئ
رپورټ: نيازاحمدخان مشال ريډيو
د سوات قامي امن جرګه وايي، چې له وسله والو سره د سولې خبرې اترې دې یوازې د سولې غورځولو په شرط وشي. او په سیمه کې د امنیت ساتلو لپاره دې لا نور کوټلي ګامونه پورته کړل شي.
د اتوار پر ورځ د سوات په مېنګوره کې د ۶۵ یونین کونسلونو په ګډه غونډه کې د ټول سوات پر امنیت او ګڼو نورو ورپېښو ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې.
د جرګې برخوالو له حکومته غوښتنه وکوه چې د امن بهیر کې دې ځايي ولس ورسره شامل کړل شي. په دغه غونډه کې ګڼې پرېکړې وشوې چې د پاکستان سرکار دې په سوات کې روانه بدامنی او ورانکاران دې خپل ولس ته په ډاګه کړي.
د سوات قامي جرګې په سوات کې یو ځل بیا پر بمي چاودنو او هدفي وژنو اندېښنه ښودلې. او د پاکستان پر امنیتي ادارو یې غږ کړی چې عام ولس او د جرګې غړي دې د امن بهیر کې ورسره شریک کړي.
دوی غوښتنه کړې چې په سوات کې د امنیت په نامه چېک پوسټونو باندې دې د عام ولس خیال وساتل شي. او خلکو ته دې اسانتیا ورکړل شي.
جرګې غوښتنه وکړه چې د بجلۍ او ګيس لوډشيډنګ دې کم کړل شي، په تېرو نژدو ورځو کې چې کوم خلک له ترهګرۍ متاثره شوي دي حکومت دې هغوی ته ژر تر ژره مالي مرستې ورکړي.
د سوات قامي امن جرګې ویاند خورشيد کاکا جي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دغه جرګه د ولس غږ دی او هغوی له دې لارې خپلې بنيادي ستونزې د پاکستان سرکار ته رسوي. د ده په خبره سوات قامي جرګې تل د سوات ولس په مشوره مهمې فيصلې کړې دی چې پرې وخت په وخت حکومتي چارواکو عملي ګامونه پورته کړي دي.
د سوات قامي جرګې دغه غوښتنو په اړه له سواته د صوبايي اسمبلي غړې او د ځنګلاتو وزیر خيبرپښتونخوا واجد علي خان مشال راډيو ته وویل، چې په دغه جرګه کې د سوات مشران او پوهان خلک ګډون کوي او دوی به د جرګې هرې خبرې ته غوږ ږدي او زیاتوي چې کومې غوښتنې یې د حکومت په وس کې وي د هغو د حل کولو کوښښ به کوي.
مرکې، شننې
د ایران اوسنۍ مظاهرې له پخوانیو هغو څومره مختلفې دي؟
ایا د طالبانو په لیکو کې اختلافات شته او که وي نو څه بڼه لري؟
تفصیل...
اوونیزې خپرونې
اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
تفصیل...
د افغانستان اړوند
له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو لویه اندېښنه؛ له اساسي خدماتو پرته سوړ او وژونکی ژمی
په افغانستان کې د باران او سېلاب وژلیو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی
سراج الدین حقاني وايي له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي
په افغانستان کې "د طالبانو حکومت په ۲۰۲۵ کال کې ۳۴ خبریالان نيولي" دي
وسلوالو تهران کې د افغان پولیسو پخوانی قومندان جنرال اکرام الدین سریع وژلی دی
نور ولولئ
سپارښتنه
ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر وايي ایراني چارواکي له خپل ولسه په وېره کې دي
XS
SM
MD
LG