د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې له ځانمرګو بریدګرو سره نښته دوام لري




د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې په ټرافیکو ریاست وسله والو طالبانو نن سهار وختي ځان وژونکې او وسله واله حمله کړې.

امنیتي ځواکونه وایي، چې یوه ځانمرګي برید ګر پر ځان پورې تړلي بارود الوځولي او نور یې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي.

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي پلټنو مشر جنرال ظاهر مشال راډیو ته وویل، چې نښته لا هم دوام لري، د ده په خبره دوه تنه بریدګر وژل شوي او یو یا دوه تنه یې لاهم جګړه کوي.

عیني شاهدان وایي، چې د ټرافیکو د ریاست له ودانۍ څخه لوګي پورته کیږي او ډزې روانې دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې په دې پیښه کې تر اوسه د ټرافیکو یو افسر او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

د تیرې چهارشنبې په ورځ هم شپږ تنو وسله والو طالبانو د کابل ښار په صدارت څلور لارې کې د ملي امنیت د ریاست پریوې اړوندې ادارې حمله وکړه، چې د امنیتي مسوولانو په خبره شپږ تنه بریدګر او یو د ملي امنیت کارکوونکی پکې ووژل شول او ۳۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG