د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان پوځ شمیر باید لږ نه شي: کارل لیفین


د امریکا دوو سینېټرانو له سپینې ماڼۍ وغوښتل چې پر هغه پلان له سره غور وکړي چې د افغانستان د ملي پوځ شمیر تر دوه زره پنځلسم کال وروسته یوه برخه لږوي. د ډیموکراټ ګوند دغو سینېټرانو وویل، چې افغان ځواکونه به دې ته اړتیا پیدا کړي چې له القاعده او ملاتړیو سره یې جګړه وکړي.

دوو امریکایي سینېټرانو دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې ده چې ولسمشر بارک اوباما پر دې غور کوي چې څومره امریکایي پوځیان په افغانستان کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته پاتې شي.

د رویټرز اژانس په وینا امریکایي چارواکي وایي چې سپینه ماڼۍ داسې فکر کوي چې د درې زرو او نهو زرو تر منځ عسکر په افغانستان کې وساتي. دا شمیره تر هغه لږ ده چې مخکې په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه جګپوړي قوماندان د هغې وړاندیز کړی و.

د امریکا د سینټ د پوځي کمیټې مشر کارل لیفین او د دې کمیټې یوغړي جک ریډ وایي،ولسمشر اوباما چې د پاتې کیدونکو امریکایي ځواکونو شمیره اعلانوي باید هغه وخت د افغان ځواکونو د لږیدو پلان ته بیا کتنه وکړي.

ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۱۵ م کال وروسته د افغانستان د ځواکونو شمیره له درې لکه دوه پنځوس زرو نه دوه لکه دیرش زرو ته راټیټه شي.

سینېټرانو لیفي او ریډ د بارک اوباما د ملي امنیت سلاکار ته په استولي لیک کېوییلې دي چې دوی تر ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د لږ شمیر امریکایي پوځیانو د پاتې کیدو هرکلی کوي، خو په عین وخت کې دا هم ضروري ده چې افغانستان له دې وساتل شي چې بیا هلته القاعده او د هغې ملاتړې ځاله جوړه کړي.دغو سینېټرانو بیا لیکلي دي، د همدې لپاره پکار ده چې ولسمشر اوباما پر هغه پلان بیا غور وکړي چې د افغان پوځ د شمیر د کمیدو په برخه کې یې لري.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وایي، که چیرته د افغان ځواکونو شمیر دوه لکه دیرش زره وي نو د امریکا لپاره د هغوی کلنی لګښت دوه نیم میلیارده ډالره کیږي.
XS
SM
MD
LG