د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرعلي کې د ولسي وګړو د وژنې پر ضد لاریون


د شمالی وزېرستان په مېرعلی کې اتمانزو قبایلو تېره ورځ د پاکستاني پوځ په بمبارۍ کې د ولسی وګړو د وژنې پر ضد مظاهره کړې چې مېرعلی بازار یی نن په مکمله توګه تړلی وو او د درو ورځو وېر يې اعلان کړی دی.

مظاهرچیانو د پوځ پر ضد نعرې وهلې او ويل يې چې دغه بمباري دې بنده کړل شي.

تر دې وړاندې پوځ ويلي وو چې په بمباري کې یې وسله وال په نښه کړي دي خو ځایی خلک وایی ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG