د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۱۶ افغان وګړو وژونکې امریکايي عسکر ذهني کتنه کېږي




د امریکا د پوځي عدالت یو جج امریکایي پوځي رابرټ بیلز ته حکم ورکړی چې د هغه د ذهني حالت رسماً جاج دې واخیستل شي. رابرټ بیلز د 16 افغان ولسي وګړو په وژنه تورن دی.

د زیارت په ورځ په سییټل کې جج جیفري نینس فیصله واؤروله ، د دې مخکې چې عدالت د بیلز دغه اپیل قبول کړي چې د جرم په وخت هغه وقتي ذهني ناروغي لرله باید د هغه بيا کتنه و شي.

د هغه ذهني حالت ته کتنه به د غیر جانبدارو ډاکټرانو لخوا تر سره کيږي چې د جرم په وخت د بیلز په ذهني حالت پوه شي او دا هم چې آیا په ضد دې عدالتي کاروایی وشي او که نه. د بیلز وکیلان وایی په عراق کې چې کله دی میشت و، په یوه بمي چاؤدنه کې کیدای شي د ده مغزو ته تاوان رسېدلی وي.

په بیلز باندې تور دی چې تېر کال په مارچ کې د کندهار ولایت په دوو کلیوالو سیمو کې 16 ولسي وګړي وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG