د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د مقدمې تفتشي افسر مړ وموندل شو




د اسلام آباد د پوليسو د مشر د دفتر يو چارواکی وايي، چې نن سهار یې له فيډرل لاجز څخه د کرايې د برېښنا کوټونو (بجلي ګرونو) په مقدمه کې د قامي احتساب بيورو د تفتيشي ډلې د غړي کامران فيصل مړی په لاس ورغلی دی.

د دوی په وينا د هغه مړی يې د اسلام اباد پمز هسپتال ته د پوسټ مارټم لپاره ليږلی دى او له هغې ورستو به دا مالوميږي چې نوموړي خودکشي کړې ده يا که د بل چا لخوا وژل شوی دى.

بلخوا د پاکستان سپريم کورټ د زيارت په ورځ نېب ته شپږ ورځې وخت ورکړی چې د وزيراعظم راجه پروېز اشرف په ضد د کرايې په بجلي ګرونو کې د درغلۍ د تورونو پلټنه وکړي. د قامي احتساب بيورو يا نېب مشر فصيح بخاري د سپريم کورټ لخوا د وزيراعظم د ګرفتارۍ حکم په دې خاطر رد کړی و چې سمې پلټنې نه دي شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG