د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر کنټرول کرښه کړکېچ ختمول غواړو "


د لانجمن کشمیر پر کنټرول کرښه یو هندی عسکر خپله پوله باندې پېره ورکوي
د لانجمن کشمیر پر کنټرول کرښه یو هندی عسکر خپله پوله باندې پېره ورکوي




د پاکستان د بهرنیو دفتر وايي، چې پر کنټرول کرښه کړ کېچ د پاکستان او هند په ګډون د هېچا په مفاد کې نه دی او پاکستان غواړي چې د هندوستان په ګډون ټولو ګاونډيو ملکونو سره ښه اړېکې ولري.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې وياند معظم احمد خان وویل، د پاکستان خارجه وزيرې هندوستان ته وړانديز کړی دی، د روان کړکېچ د حل لپاره ضروري ده چې له بيانونو او تورونو ډډه وشي او په کار ده چې د خارجه وزيرانو په کچ خبرې وشي.

د ده په خبره هند دې وړاندېز ته مثبت ځواب ویلی دی چې د ستاینې وړدی.

د پاکستان او هند په تعلقاتو او دې کې رامخې ته کېدونکو خنډونو په اړه له مشال رېډيو سره په خبرو کې د خارجه چارو کارپوه او په پېښور پوهنتون کې د د سیمه ییز مطالعاتو د څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان وايي چې دواړو ملکونو کې داسې قوتونه شته چې نه غواړي د پاکستان او هند تعلقات ښه شي او دغه وجه ده چې وخت په وخت داسې پېښې رامخې ته کېږي.

د ده په خبره داسې حالاتو کې دواړو ملکونو ته د مذاکراتو لړۍ پرېښودل نه ده پکار.

د ذکر وړ ده چې د روانې مياشتې له پېله پاکستان او هند په يو بل د ډز بندۍ لوظنامې ماتولو تورونه لګوي او د ډزو بدلون کې د خپلو خپلو پوځيانو د مرګ ادعا هم کوي خو لا هم تر دې دمه د ېوې ازادې سرچينې نه هم دا پخلی نه دی شوی چې د ډزو پېل چا کړی دی.

دا دې هم ياده وي چې د دواړو ملکونو ترمنځ له ۲۰۰۳م کال راهیسې پر پولو د ډز بندۍ لوظنامه را روانه ده.

رياض موسه خېل، مشال رېډيو، اسلام آباد

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG