جلال اباد:ـ په ننګرهار کې د سياستپوه ارواښاد ډاکټر صمد حامد ياد غونډه د پنجشبنې يا زيارت په ورځ تر سره شوه.په دغه غونډه کې به سلکونو کسانو برخه اخیستې وه چې د ودان افغانستان ګوند له لوری را بلل شودې ده.
غونډې ته په ننګرهار د سياسي شخصيتونو سر بيره قومي مشران، فرهنګيان او يو شمير ځوانان هم وربلل شوي وو چې ځينو ليکوالو د ارواښاد ډاکټر صمد حامد په سياسي بصيرت او ټولنيز شخصيت مقالې او ويناوې واورولې.
د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم په خپلو خبرو کې وويل،چې ډاکټر صمد حامد يو له هغو پوهانو څخه و چې هيواد ته يې ډيرې وياړنې په برخه کړې وې.
« ډاکټر صمد حامد زموږ له هغو پوهانو او سياستوالو څخه و چې هيواد ته يې ډيرې وياړنې بخښلې دي. د يوه دردمن او فکرمند شخص په توګه يې هم د پوهنتون استاذی کړې او هم يې سياست کړی او حکومت، هم يې ژبه کارولې او هم قلم. ډاکټر صمد حامد په خپل زړه کې د ارمان لويه نړۍ لرله او د يوه سپيڅلي هدف لپاره په مبارزه بوخت و.»
ليکوال او شاعر او د ودان افغانستان د ګوند د مرکزي کميټې غړی، محمد يار يار وويل، چې ډاکټر صمد حامد غوښتل چې افغان جهاد يوه سم لوري ته رهبري کړي خو هم هاغه وخت د ده په فکر بنديز ولګول شو او د وطن پريښودو ته مجبور شو.
محمد يار يار
« ډاکټر صیب دغه اساسي ټکي ته پام وو، چې د افغانستان جهاد بايد ملي بڼه واخلي او دا د افغانستان لپاره وي، خو څنګه چې زموږ دښمن راته د دوست په جامه کې ناست وو، هغوی دا اجازه نه ورکوله چې افغانان د افغانستان په اړه هم فکر وکړي. د هغوی پر سياسي فعاليتونو بنديز ولګيدو. هغوی ونه شو کولای چې افغان جهاد او افغان مبارزه داسې يوې لارې ته رهبري کړي، د دغه مبارزې ثمر د هم هغو شهيدانو وارثينو ته ورپاتې شي.»