د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې افغان سربازانو چاڼیز عملیات پیل کړي


د پکتیکا ولایت سرحدي سربازان
د پکتیکا ولایت سرحدي سربازان


نجیب الله الوخیل-خوست
د پکتیکا والي وايي، چې افغان ګډو ځواکونو دملي اردو په مشرۍ د دغه ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې د فولاد يک په نوم پراخ چاڼيز عمليات پيل کړي، چې په هغه ځای کې امنیت ډاډمن کړي او دوسلوالو مخالفینو له هر ډول شتون او فعالیتونو څخه دا سیمه پاکه کړي.

د پنجشنبې په ورځ د پکتيکا والي محب الله صمیم خبري کنفرانس ته وویل، په خوشامند ولسوالۍ کې د عملياتو یوه مهمه موخه د ژمي په روانو سړو شپو ورځو کې په واورو کې ایسارو کورنيو ته د خوراکي توکو رسول ياده کړه، د نوموړي په وينا تر دې مهاله څو کلي له وسلوالو مخالفينو پاک شوي او نږدې پنځوسو اړو کورنيو ته د خوراکي توکو مرستې رسول شوي دي :

امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران هم دامنیتي ادارو د مشرانو په استازیتوب د خبري ناستې ګډونوالو ته وويل، هڅه به وکړي چې د افغان ولس لپاره امنيت ډاډمن کړي، چې په دې سره خپلې ورځنۍ چارې په اسانۍ پرته له ویرې او اندیښنې ترسره کړي:

یاده دې وي کې د پکتيکا ولایت سيمه ييز چارواکي داسې مهال په خوشامند کې دځانګړو عملیاتودپیلیدا خبره کوي ،چې په ورستیو دریو ورځو کې يې د بیلابیلو عملياتو په بهیر کې نهه تنه وسلوال مخالفین اوډېر شمیر وسلې او مهمات د دې ولايت د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG