د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون مخالفت خو د پاکستاني پوځ پر کړنو چوپتیا


احمد شاه اعظمي ـ پراګ

په خېبر اېجنسۍ کې د تيري دوشنبې په ورځ د ۱۸ ولسي وګړو تر وژل کېدو وروسته ځايي ولس په احتجاجونو لاس پوري کړ او تور يې ولګوی چې دا کسان د پاکستان د پوځ لخوا وژل شوي دي. که څه هم په بېلا بيلو قبايلي سيمو کې د وسله والو پر ضد په پوځي عملياتو کې ځيني وخت ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو ليدل شوي چې د پاکستان ځيني مذهبي او ښي لاسي سياسي ګوندونه خو د ډرون بريدونو په ښکاره مخالفت کوي خو د پوځ لخوا د ولسي وګړو پر وژنه چُپ وي.

پاکستان تحريک انصاف ګوند په وار وار د ډرون بريدونو په ښکاره مخالفت کړی او د لانګ مارچ سربېره يې خبري غونډې هم کړي دي. دا چې د پاکستاني پوځ لخوا د ولسي وګړو پر وژنه ولي د دوی مرکزي مشرتابه څه ډول غبرګون نه دی ښودلی؟ په خيبر اېجنسۍ کې د تحريک انصاف ګوند يو مشر اقبال اپريدی وايي، دوی د هر ظلم په ضد احتجاج کړی دی او د ګوند له مشر څخه به خواست کوي چې د خيبر اېجنسۍ د غم ځپلو خلکو د پوښتنې لپاره هم ورشي.

((چې چيرته هم ظلم کيږي، که هغه د امريکا د ډرون په وجه کيږي که د پاکستاني پوځ له مخې، موږ د هغه پر ضد خپل احتجاج ريکارډ کړی دی. همدغه شان موږ د عوامو خدمت ته راوتلي يو او د پوځ خدمت ته نه يو راوتلي. موږ به داسي نه کوو چې پوځ کوم ظلمونه کوي پر هغه به خاموش يو او چې امريکايي کوي پر هغه به احتجاج کوو. د متاثرينو غوښتنه همدا وه او موږ هم دا غواړو چې څنګه عمران کوټې ته د هزارګانو لپاره ولاړی نو دلته دې هم راشي او موږ انشاءالله کوښښ کوو چې عمران راشي او دلته پرېس کانفرنس وکړي))

بلخوا په قبايلي سيمو کې د پاکستان جمعيت علماء اسلام سره اړه لرونکی سنېټر حافظ رشيد وايي چې دوی هم د ظلم خلاف دي خو د اېف سي آر قانون له مخې د قبايلي ولس حقونه تر پښو لاندي شوي دي.

((په نور ټول پاکستان کې چې هر ځای احتجاج کيږي يا مظاهره کيږي يا بايکاټ کيږي نو په ټول ملک کې هغوی ته اجازت وي او هغوی ته سهولت هم ملاويږي او د هغوی آواز هم اورېدل کيږي. نو فاټا کې د هم دغه عمل درآمد د نيشتوالي له وجې که څوک مري، که څوک پر چا تشدد کوي او که څه هم کيږي نو د اصلاحاتو د نفاذ د نيشتوالي له امله څوک د هغوی آواز هم نه اوري او په لوی لاس تشدد هم پر کيږي. همد غه وجه ده چې هلته چې په اېف سي آر کې کوم اصلاحات شوي وو، پر هغوی باندي تر اوسه عمل درآمد نه دی شوی))

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند يو له هغو ګوندونو څخه دی چې د ډرون بريدونو مخالفت کوي. دا چې دوی د پاکستاني پوځ لخوا د ولسي وګړو پر وژنه څه غبرګون ښودلی دی؟ د ياد ګوند د خيبر پښتونخوا يو صوبايي مشر سراج الحق وايي، د دوی ګوند پر ولسي خلکو د بريدونو په ضد مظاهره کړې ده او د انصاف غوښتنه کوي.

((زمونږه په پېښور کې مظاهره وشوه او د دې خبرې غوښتنه مو وکړه چې په ولس باندي بريدونه بند کړئ او دلته د قانون او د عدل او انصاف حکومت په کار دی. که يو فرد ظلم کوي هم موږ يې مخالفت کوو، که حکومت ظلم کوي يا رياست ظلم کوي هم موږ يې مخالفت کوو. موږ باور لرو چې دا شان پيښې، دا شان حملې او دا شان واردات د پاکستان د وجود لپاره انتهايي خطرناک دي او خپله د پاکستان د پوځ لپاره هم ښه نه دي او د پاکستان د حکومت لپاره هم ښه نه دي))

خو د سيمه ايزو چارو کارپوه خادم حسېن وايي چې د نظريې او سټراټيجۍ د مشابهت له کبله ځيني سياسي ګوندونه د پوځ لخوا د ولسي وګړو د وژنې پر ضد ږغ نه پورته کوي.

((د پاکستاني پوځ مفکوره د ډرون پر ضد ده. دغه ګوندونه هم د نظريې د مشابهت يا د ويري له لاسه د ډرون خلاف دي. دوی يو خوا ته د ډرون په ضد راوځي خو بلخوا د پاکستاني پوځ په ضد راوتل دوی ته داسي ښکاري چې د دوی د نظريې او سياست ځيني اصولونه د سيکيوريټي اسټبلشمنټ سره مشابهتونه لري. نو دلته د نظريې مشابهت دی او هلته د سټراټيجۍ مشابهت دی. ځکه هلته راوځي او دلته نه راوځي))

د خيبر اېجنسۍ د ولس په وينا تر دې وړاندي هم د پاکستاني پوځ لخوا په بريدونو او بمباريو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ۲۰۱۰م کال کې چې کله د خيبر اېجنسۍ په تيرا سيمه کې د پاکستاني طيارو په بمبارۍ کې څه باندي اويا کسان ووژل شول نو د پوځ مشر جنرل اشفاق پروېز کياني بخښنه ورڅخه وغوښته. د اوسنۍ پيښې په اړه مو د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو له دفتر سره د دوی د غبرګون په اړه د اړيکو نيولو هڅه وکړه خو بريالي نشو.

XS
SM
MD
LG