د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادري سره خبرې کېږي، اپوزیشن پر وخت ټاکنې غواړي





د پاکستان حکومت د تحريک منهاج القرآن له مشر مولانا طاهرالقادرې سره د خبرو اترو لپاره يوه مذاکراتي ډله جوړه کړې ده.

دا ګام له هغه وروسته اخستل شوی کله چې مولانا طاهرالقادرې نن تر مازيګر پورې حکومت ته وروستۍ نيټه ورکړې وه.

هغه په اسلام آباد کې په زرګونو کسانو ته د وينا پر وخت وويل، حکومت بايد هرو مرو د خبرو لپاره يوه مذاکراتي ډله وروليږي. په ډله کې د پيپيلز پارټي يو مشر خورشيد شاه، د عوامي نېشنل پارټۍ افراسياب خټک، د متحده قامي مومېنټ ايم فاروق ستار او د مسلم ليګ ق مشاهد حسین شامل دي.

مولانا طاهرالقادرې په اسلام آباد کې له څو ورځو راهیسې په زرګونو لارويان د حکومت پر ضد راغونډ کړي دي. دی له حکومت د نګران حکومت د جوړولو د او انتخابي اصلاحاتو د اعلانولو غوښتنه کوي.

بلخوا د مشال خبریال مجیب انګار په خپل راپور کې لیکي تر دې وړاندې بیګا ماښام د ګڼ شمیر سیاسي و مذهبي ګوندونو مشران د پخواني وزیراعظم نوازشریف په کور کې راغونډ شول او پر راتلونکې سیاسي وضعیت وغږیدل.

سیاستوالو په یوه خوله له حکومته غوښتنه وکړه چې زر تر زره دې د راتلونکیو ټولټاکنو نیټه اعلان کړي.

په هغه غونډه کې چې، دچهارشنبې په ماښام د پاکستان د دویم لوی سیاسي ګوند مسلم لیګ ن دمشر او پخواني وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ په لاهور کې جوړه شوې وه د هیواد سیاسي وضعیت نازک وبلل شو او ټينګار وشو چې حکومت باید زر تر زره د راتلونکیو قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلیو انتخاباتو دترسره کیدو کره نیټه اعلان کړي.

نوازشریف د تحریک منهاج القرآن ادارې د مشر ډاکتر طاهر القادري د دې غوښتنې په ځواب کې، چې د انتخاباتو کمیشن دې ړنګ کړل شي وویل، چې د دې کمیشن مشر د ټولو سیاسي ګوندونو په خوښه ټاکل شوی، خو زیاته يې کړه چې پخپله دقادري غوښتنې مبهمې دي او دوی نه پوهیږي، چې نوموړی دڅه لپاره راوتلی دی :

(قادري صیب چاته په پنځو منټو کې د څه کولو خبرداری ورکوي، چاته یو ساعت او چا ته دسبا تر یوولسو بجو د مستعفي کیدو خبرداری ورکوي. نه پوهیږم دا څه روان دی او څه کیږي، سرکس ته ورته یوه ډرامه یا لوبه يې پيل کړې، چې هيڅوک يې په سر و بر نه پوهیږي. که هغه له اساسي قانونه خبروي، نو بیا خو ماته له دې هرڅه دیوې پټې او پلان شوې لوبې بوی راځي)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د روان سیاسي وضعیت په باب انديښنه وښودله.

هغه وویل، چې په اساسي قانون کې ګوتې وهل به د پاکستان یوالی او سالمیت له خطر سره مخامخ کړي:

(د جمهوري او غیرجمهوري خلکو ترمنځ یوه کرښه راښکل شوې. دپاکستان ولس او نړیوالو ته دا پيغام ورکوو چې د ۲۰۱۳ کال پاکستان هغه پخوانی پاکستان نه دی چې د هرچا زړه وغواړي نو اساسي قانون دې څيرې کړي. زه په ډیره نرمه لهجه وایم،هرچا که په اساسي قانون کې دګوتو وهلو کوشش وکړ نو بیا به دا یوالی نه پاتې کیږي)

یوشمیرسیاستوال داسې ګومان کوي، چې حکومت غواړي په بیلابیلو پلمو انتخابات وځنډوي، خو د جماعت اسلامي ډلې مشر منور حسن خبرداری ورکوي، چې د انتخاباتو ځنډول به یو بل بحران رامنځته کړي :

( که د انتخاباتو د ځنډولو کوشش وشو نو نه یواځې دا چې مخالفت به يې وشي بلکې دې ته مجبور شو چې خلک لارو و کوڅو ته راووځي او پر وړاندې يې شدید عکس العمل وښيي)

په دې غونډې کې دجمعیت علماء اسلام مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمان، دقومي وطن ګوند مشر او دکورنیو چارو پخواني وزیر آفتاب احمد خان شیرپاو او دیوشمیر نورو لویو و وړو ګوندونو مشرانو ګډون کړی و.

د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو دا غونډه له هغه وروسته جوړه شوه، چې په اسلام اباد کې دمذهبي مبلغ طاهر القادري تر احتجاجي مظاهرې وروسته داسې برېښې، چې په پاکستان کې بدلون راروان دی، خو ښايي لږ شمیر خلک يې د لوري اټکل وکړي.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG