د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم نه نیسو. نېب


وزیر اعظم راجه پرويز اشرف
وزیر اعظم راجه پرويز اشرف



پاکستان د احستاب ادارې نيب د سپريم کورټ لخوا د وزيراعظم د نيولو د حکم له منلو انکار کړی دی.
د سېشنبې په ورځ سپريم کورټ د توانايي په پروژو کې د شوي کرپشن په لړ کې د راجه پرويز اشرف د نيولو امر ورکړی وو.

د نېب مشر فصیح بخاري نن ويلي، د دې مقدمې په لومړنيو پلټنو کې خامياني وي. بخاري زياته کړه، دی نور وخت ته ضرورت لري، دا مالومه کړي چې وزيراعظم بايد ونيول شي او که نه.

چيف جسټس افتخار چودهري، فصيح بخاري ته وويل، چې نن دې د مقدمې فایل بيرته ججانو ته وړاندي کړي چې دا شان دا وکتل شي، په شهادتونو کې خامياني شته او که نه؟

راجه پرويز اشرف چې کله له ۲۰۰۸م کاله تر ۲۰۱۱م کال پورې د واپډا وزير وو، نو ده د توانايي ځيني منصوبې شروع کړې وې. وروسته د ده نوم مخي ته راغلی چې ګواکې له د غو منصوبو يې مالي ګټه پورته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG