د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادري په جذباتي ویناګانو خلک یرغمل ساتلي



له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پر ويب پاڼه د ليکوالې عارفه نور په يوه مقاله کې راغلي چې له کلونو راهيسې ځينو څېړنکارانو د اسلامپاله ډلو لخوا د اسلام اباد حکومت د نيول کېدو احتمال څرګندولو، خو يو چا هم دا نه انګېرله چې د بريلوي مسلک يو انګريزي ويونکی، چې د ترهګر او ځان وژنکيو بريدونو پر ضد فتوای يې ورکړې، به د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ مشري کوي.

ليکواله وايي، ډاکټر طاهر القادري، چې نه خوښوي څوک ورته مولانا ووايي، په دې يخه يخنۍ کې، چې د پاکستان خلک د ژوند له بنيادي اسانتياو څخه محرومه دي، د غچ اخيستلو لپاره يې ميدان ته وتلی دی.

مقاله زياتوي، د تېر کال له دسمبر راهيسې چې نوموړی پاکستان ته داخل شوی، په خپلو ګرمو او جذباتي ويناوو سره يې پاکستاني ولس يرغمال نيولی دی. د مقالې په ليکنه، د اسلام اباد لانګ مارچ ته د قادري تر وينا وروسته ځينو خلکو وانګېرله چې نوموړي د پاکستان د خلکو د ستونزو حلولو د يو بل دعوېدار عمران خان ځای ونيوو.

مقاله کاږي، په پاکستان کې د چاپي او تصويري رسنيو ليکونکو او سياستوالو د قادري د هغه وخت کيسې او عدالتي مقدمې چې نوموړی کله د نواز شريف له کورنۍ سره ډېر نيږدې و او بيا وروسته يې مخالف شو، د ده د دورنګۍ او درواغو سياست ښکاره کولو په موخه خلکو ته وريادې کړې.

دغه راز اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي کوونکيو کسانو د سزا د پاکستاني قانون په هکله هم قادري په مختلفو وختونو کې بېلا بېلې خبرې کړې دي. همداراز نوموړی په يوه وېډيو کې ښودل شوی چې څه رنګه خپلو پېرويانو ته د خپل هغه خوب کيسه کوي چې د ده په خبره د اسلام پيغمبر ورته په کې راغلی و او دی يې د يوه پارسا سړي په توګه وپېژند.

ليکواله عارفه نور وړاندې وايي، قادري د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خپل ګوند پاکستان عوامي تحريک په استازيوب ګټلې يوازينۍ چوکۍ هغه وخت په اعتراضي توګه پرېښوده کله چې دې اسمبلۍ د پاکستان د پوځ پخواني مشر پرويز مشرف ته د يوه قانون په ترڅ کې د دې هېواد د ولسمشر چوکۍ هم ورکړه.
د خپل دغې اقدام وروسته قادري په خپله خوښه پاکستان پرېښود او د کاناډا په يخ هيواد کې يې ژوند کول پيل کړل.

په مقاله کې پوښتنه شوې چې قادري د چا لپاره د يوه ښه راتلونکي هيله له ځانه سره لري؟
آيا د پاکستاني ولس لپاره چې ده ته يې کله هم ووټ نه دی ورکړی. د غربي طاقتونو لپاره، چې د ترهګرۍ پر ضد د پيپلز ګوند د حکومت له ناکامه کېدو وروسته يې د پاکستان پر لويو سياسي ګوندونو اعتماد له لاسه ورکړی. او که نه د پاکستاني پوځ لپاره، چې ويل کېږي دا مهال د يوه نوي ملګري په لټه کې دی.

XS
SM
MD
LG