د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټې ته هزاره ګان ۱۲۰ کاله پخوا کډه شوي




انیسه اجمل مشال راډيو

پراګ:- د بلوچستان په کوټه کې میشت هزارګان له لسګونو کالونو راهیسې هلته ژوند کوي چې له تاریخي پلوه په لومړي ځل څه باندي ۱۲۰ کاله وړاندې د امیر عبد الرحمن خان د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه کوټې ته کډه شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی محمد سرور جوادي وايي هزاره ګان په لومړي سر کې په ډله ییزه توګه کوټې او یو شمېر نورو سیمو ته تللي ول.

نوموړی وايي :(( هزاره ګان د امیر عبد الرحمن خان په دوره کې له افغانستانه پاکستان مختلیفو علاقو ته کډه شوي دي. زیات شمیر د بلوچستان په کوټه کې اوسېږي. د سیند د کراچۍ په شمول د پاکستان په ګڼو نورو برخو کې مېشت دي.))

محمد سرور جوادي وايي په دې اړه داسې کره شواهد او اسناد نشته چې دا وخت څومره شمیر هزاره ګان په پاکستان کې مېشت دي، خو د هغه په وینا داسې ګمان کیږي چې له پینځو نه تر شپږو لکو پورې هزاره ګان دا مهال په پاکستان کې اوسیږي . دا شمیره دقیقه نه ده کیدای شي له دې زیات او یا کم وي.

په کابل کې خبریال او کارپوه ولي الله رحماني وايي، په لومړي سر کې هزاره ګانو د پاکستان د سکروکاڼو( کویلې) په کانونو کې کار کاوه او وروسته بیا د دې هیواد په ټولینزو سیاسي او ان دا چې په پوځي برخو کې یې ونډه واخیسته.

((د پاکستان د کویلې د کانونو زیاتره کارکونکې همدغه هزاره ګان وو. دوی په هغه وخت کې ډیرې ستونزې هم ولیدلې . په دې کې هیڅ نشته چې په پاکستان کې د هزاره ګانو لپاره د تعلیم فرصتونه ښه وو. هزاره کورنۍ قالینونه جوړوي او هغه د ماشومانو په تعلیم خرچوي. دوی د پاکستان په حکومتي جوړښت کې هم ونډه ولري. ددې ښه مثال د پاکستان په پوځ کې د هزاره جنرال موسی دی))


دا چې پاکستان کې د هزاره ګانو له میشت کیدو وروسته د هغوي په کلتور ،ژبه او ټولنیزو فعالیتونو کې څه توپیر راغلی په دې اړه محمد سرور جوادي وايي:

((په ځینو برخو کې د هغوې کلتور او دودونه بدل شوي دي او په ځینو کې نه .
د مثال په توګه په کوټه کې د میشتو هزاره ګانو په ژبه ،لهجه، مذهبي مراسمو او ټولنیز دود کلتور کې کوم بدلون نه دی راغلی . د افغانستان او پاکستان د هزاره ګانو تر منځ فرق دادی چې په کوټه کې میشتو هزاره ګانو ته د تعلیم لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.))

که څه هم په پاکستان کې او پتېره په کوټه کې مېشت هزاره ګان اوس تر ډېره د ځايي ټولنو برخه ګرځېدلې خو په دا ورستیو کلونو کې فرقه ییزه شخړو او وسله والو بریدونو دې اقلیت ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په کوټه کې د هزاره قوم د مشرانو په وینا د وروستیو کلونو په فرقه ییزه تاوتریخوالي کې شاوخوا یوولس سوه هزاره ګان وژل شوي دي.

دغه راز د راپورونو له مخې لسګونه زره هزاره ګان په بلوچستان کې د نا امنیو له امله بهرنیو هیوادونو کې پناه اخستې ده. په دوی کې یې ګڼ شمېر آسټرالییا ته پناه وړي. او ځینې وخت چې له انډونییزیا نه تلونکې د انساني سمګرانو کیشتیانې په سمندر کې ډوبېږي نو په هغو په پېښو کې د کوټې هم ډېر هزاره ګان وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG