د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل حمله: شپږ بریدګر ووژل شول، ۳۰ تنه ژوبل


پر کابل په برید کې یو ټپي افغان ځوان چې پر مخ یې وینې څڅېږي. ۱۶ م جنوري ۲۰۱۳م کال
پر کابل په برید کې یو ټپي افغان ځوان چې پر مخ یې وینې څڅېږي. ۱۶ م جنوري ۲۰۱۳م کال




د کابل ښار په صدارت څلورلارې کې د نن ورځې د چاودنې په نتیجه کې شپږ تنه وژل شوي او دیرش نور ټپیان دي.

د کابل د امنيي قومندانۍ د جنايي جرمونو ضد مبارزې ريیس جنرال ظاهر مشال راډيو ته وویل، چې په دې پیښه کې شپږ بریدګر وژل شوي او دیرش تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن غرمه دولس بجې په صدارت څلور لاري کې د ملي امنیت د عمومي ریاست نظارتخانې ته نږدې وشوه.

له چاودنې وروسته ډزې هم وشوې، د کابل د امنیې قومندان جنرال ایوب سالنګي وایي، چې یوه تن بریدګر په ځان پورې تړلي چوونکي وچول او پنځه نور یې د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

د دې چاودنې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات:

په کابل ښارکې نن غرمه مهال یوه درنه چاودنه وشوه او له چاودنې وروسته ډزې واوریدل شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډیو ته وویل، چې له چاودنې وروسته ډزې وشوې خو څرګنده یې کړه چې اوس مهال ډزې نشته.

XS
SM
MD
LG