د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادري پارلماني غړی جوړېدای نه شي نو ماتوي یې څنګه؟



د مولانا طاهراقادري د لانګ مارچ خبره پر ټولنيزه ميډيا هم ډير ه توده موضوع ده. د ژوند له بيلا بيلو برخو سره تړلو خلکو د خپل ټویټر پر پاڼو پر طاهرالقادري سختي نيوکې کړي دي.

کامران شفيع د پاکستان په ايکسپرس ټريبيون ورځپاڼه کې کالم ليکلی دی او پر خپل ټویټر پاڼه د طاهرالقادرې غبرګ شهريت ته په اشاره سره وايې، که چرته يو غبرګ شهريت لرونکی په پارليمان کې نه شي کښېنستلی نو بيا څنګه غبرګ شهريت لرونکۍ يو کس د پارليمان د ماتيدو غوښتنه کولای شي.

خبريال عمر قريشي بيا پر خپله پاڼه له طاهرالقادري پوښتنه کوي چې آيا د ده په فکر کرپشن یوازې په سياسي ادارو کې دی که نه په پوځي ادارو کې هم غلا غولی کيږي؟

په اسلام آباد کې يو څيړونکی رضا رومي پر خپله پاڼه ليکې، له تيرو پنځو کلونو راهيسې درې ځله د انقلاب انقلاب خبرې شوې دي . دی وايې د دې شاته يو ډول خلک او منصوبه جوړونکي دي. دی غوښتنه کوي چې نور بس کړی، راځي انتخاباتو ته مخه وکړو.

د پاکستان د آج ټيلي ويژن يو کوربه مشتاق منهاس طاهرالقادري ته وايې، که پر آئين د عمل کولو دغه مشورې تاسو جنرال مشرف ته ورکړې وای، نو نن به د ملک دغسي حالت نه وو . د ده په خبره طاهرالقادري د آیین ماتونکې جنرل مشرف اوس هم يو نږدې ملګری دی.

په ډان ورځپاڼه کې کالم ليکونکی نديم پراچه پر خپل ټویټر ليکې، د طاهرالقادري په غونډه کې ناستو ښځو او ماشونو چې له سخت يخ څخه کرنګ شوي ډير خفه کړي دي. د ده په وينا دا مارچ نه دی بلکې دا يو داسي مذهبي پيشوا دی چې د خلکو ذهنونه او دماغونه يې ور اړولي دي.

انيس هارون يو خبريال دی. دی وايې، د يوه سرنا وهونکې په مشري کې را ټول شوی هجوم د دوی په نمائندګي د فيصلو حق نه لري بلکې په آئين کې بدلون يوازي او يوازي د پارليمان کار دی.

د جيو ټيلي ويژن کوربه ډاکټر شاهد مسعود طاهرالقادري ته په مخاطب کولو وايي، تاسو هم فرشته نه ياست نو مهرباني وکړی د ځان د تعريف کولو پر ځای پر خپله سياسي ايجنډا توجه ورکړی.

د ريډيو پاکستان مشر مرتضی سولنګي د ټویټر پر پاڼه ليکې، مولانا طاهرالقادري خپله په زغروال ګاړي یا بولېټ پروف ګاړي کې ناست دی او کوشش کوي چې د يو ناورين د رامينځ ته کولو لپاره ښځي او ماشومان استعمال کړي.

XS
SM
MD
LG