د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې غميزه



له پاکستانه خپريدونکې د انګريزي ژبې ورځپاڼې ، د کوټې غميزې؛ تر سرليک لاندې د خبر يال زاهد حسين يوه مقاله خپره کړې چې په نوموړي لیکلي، فرقه ايزو وسله والو مخکې هم څو څو ځله کوټه په وينو لمبولې ده، خو تيره اونۍ د شیيعه هزاره ګانو خوفناکه قتل عام د موجوده پاکستان په خونړي ماحول کې ډير زړه بوږنونکې وو،.

او دغه زوال پذير رياست د مرګونو لړۍ ودورولو کې دومره ناکامه شوی دی چې بدمرغه ولس يې د قاتیلينو په رحم وکرم پرې ايښی دی.

ليکوال ليکي چې صرف د عقيدې په نامه د يوې ولسي ډلې د فنا کېدو دغه هيبتناکې لوبې باندې د پاکستان امنيتي او خفيه ادارو هم سترګې پټې کړي دي. خو له بده مرغه د کوټې په واورين موسم کې په سخته یخني کې د خپلو مړو تر څنګ ناستو د ماشومانو ، ښځو او بوډاګانو دغه درد هم د حکومتي او پوځي ادارو د مشر تابه ضمير راويښولو کې ناکامه شو.

ليکوال ليکي چې چرته بهرني هيواد کې د خوشحالۍ په سفر تللی د بلوچستان وزير اعلي لشکر ريساني ګرسره په دې پېښه چرت هم خراب نه کړو. خو د دغه صوبې ګورنر ذولفقار مګسي ومنله چې په صوبه کی له ترسره شوي قتل عام نه پس صوبايي حکومت د واک چلولو اخلاقي جواز بايللی دی.

ليکوال زاهد حسين زياتوی چې کله د وژل شوو خپلوانو د خپلو مړو ښخولو نه انکار وکړو او څو ورځې یې درنا وکړه نو بیا چرته د صوبې سياسي مشر تابه ته خيال ورغلو چې د دغه پيښې څه حل راوباسي، خو تر دا مهاله د سنجيده هڅو هیڅ نښي نه ښکاري چی څنګه دغه هيواد د فرقه ايزه خانه جنګۍ نه بچ کړل شي.

ليکوال ليکي، چې په بلوچستان صوبه کی د سني فرقه ايزه وسله والو ډلو فعاليت په دې تيرو څو کلونو کې ډير زيات شوی دی او څرګنده ده چې هدف يې زياتره شیيعه هزاره ګان دي، خو له دې علاوه يوشمير داسې پيښې هم شوې دي چې له بسونو نه شيعه زيارتیان راکوز کړل شوي او د شناختي کارډونو کتلو او شناخت کولو وروسته وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG