د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې به د ګورنر واکمني امن راولي؟


ژورنالسټان خپل وژل شوي ملګري ته درناوی وړاندې کوي
ژورنالسټان خپل وژل شوي ملګري ته درناوی وړاندې کوي
بوریوال کاکړ

پراګ : په بلوچستان کې د جنورۍ د لسمې نېټې له خونړیو چاودونو وروسته چې هزاره ګانو د خپلو مړو د نه ښخولو کوم احتجاج پیل کړی وو ، هغه د دوشنبې په شپه د هغوی د هغې غوښتنې په پورته کېدو پای ته ورسول شو چې صوبايي حکومت دي ختم کړل شي.

د پاکستان وزیراعظم راجا پروېز اشرف صوبايي حکومت ختم کړ او په صوبه کې یې ګورنر راج عملي کړ.

اوس پوښتنې دا دي چې په جمهوري حکومت او کورنر راج کې څه فرق دی ، او ایا اوس به د صوبې په حالاتو کې سمون راشي او که نه؟

د بلوچستان پخواني ګورنر عبدالقادر بلوڅ د جمهوري حکومت او ګورنر راج تر منځ د فرق په اړه مشال راډیو ته داسې وویل چې ً په ګورنر راج او سیاسي حکومت کې فراق دا دی چې هلته یوه کابینه وي ، د هغه مشر وزیراعلی وي وي ، په کابینه کې یو شمېر وزیران وي ، او هغوی د سیاسي ګوندونو د تګلارو په رڼا کې د حکومت چارې پرمخ وړي. اوس دغه ټول واک یوازې ګورنر ته ورکړل شوی دی. اوس د هغه اختیار دی ، که پوځ راغواړي ، که عام ځواکونه راغواړي ، که د یو چا پر ضد ګام پورته کوي ، یانې که هره لاره غوره کوي ، د هغه هیڅ جواب طلبي نشتهً.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ګورنر له واکمنۍ سره به په صوبه او په خاصه توګه په کوټه کې امن راشي او که نه ، پخوانی ګورنر عبدالقادر بلوڅ وویل چې ، دا اوس د ګورنر په وس او اېمانداري پورې تړلې ده.

عبدالقادر بلوڅ زیاته کړه ًدا اوس په دې پورې تړلې ده چې ګورنر صاحب څومره موثر ثابتیږي ، او مرکزي حکومت له هغه سره څومره مرسته کوي ، دی تر کومه حده بې له څه لحاظ کولو ، د چا مرتبې ته له کتلو او له سیاسي تړاوه پرته که د هغه نیت سپا وي او څه نتیجې منځ ته راوړل غواړي نو په دې ملک کې هیڅ هم ناممکن نه ديً.

د هزاره ډیموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره وویل ، د دوی غوښتنه یوازې د ترهګرو پر ضد عملیات کول دي ، او که داسې ونه شو نو دوی به بیا احتجاج کوي.

عبدالخالق هزاره پرمخ وویل ً د هغوی پر ضد دي ټاکلی عملیات وشي ، هغه که د پوځ تر څارنه لاندې وي ، که د ایف سي ځواک تر څارنه لاندې وي او که د ګورنر تر خپله څارنه لاندې وي ، زموږ کار ورسره نشته . موږ غواړو چې عملیات وشي او نتیجې یې مخې ته راشي. که داسې ونه شي نو خلک به بیا په احتجاج راوځي ، نو موږ به هغه وخت بیا راوځو او ګورو به چې تاسو ولي عملیات نه کوی. هغه کوم قوت دی چې تاسو له داسې کولو راګرځويً.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې دوی تر بل هر ګوند وړاندې د هزاره ګانو په احتجاج کې برخه واخیسته او په کوټه کې یې مکمل هړتال وکړ.

د هغه په وینا ، که چیري په حالاتو کې سمون رانغلی نو دوی به بیا تر هغه وخته احتجاج کوي تر څو چې ګورنر یا لرې نه کړي او یا یې د هغه په وینا پر لار نه کړي.

عثمان خان کاکړ زیاته کړه ًدا اوس د ګورنر او مرکزي حکومت زمه واري جوړیږي چې امنیتي حالت ښه کړي، دوی به ولس ته تحفظ ورکوي ، ولس ته به دا باور ورکوي چې ستاسو سر او مال خوندي دی. که یې ورنه کړي ، نو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ولس به بیا د ګورنر خلاف هم په دغه ډول هړتالونه ، دهرنې او احتجاج به کوي ، تر څو چې یې ګورنر یا لرې کړی نه وي او یا یې پر لار سم کړی نه ويً.

د بلوچستان نشنل ګوند یو مرکزي مشر ثناءالله بلوڅ وویل چې د بلوچستان د مسلې حل ګورنر راج نه دی بلکې د بلوچستان په اړه دي اسلام اباد خپل فکر بدل کړي.

ثناءالله بلوڅ وړاندې وویل ً بلوچستان یو ټاکلی فکر غواړي ، یوه ټاکلې حکمت عملي غواړي ، یوه ټاکلې تګلاره غواړي . یوازې له دې لارې بلوچستان له دې مشکلاتو اېستلای شو. زما په خیال چې دوی د ګورنر راج په راوستلو هزاره ګان هم تېرباسي ، په پاکستان کې چې د مدني ټولنو له خوا کوم تحریک بیل شوی وو ، هغوی به هم سرګردانه کړي او په نړۍ ته به هم دا پېغام ورکړي چې ګواکې موږ د بلوچستان حالات سموو. لیکن په عملي توګه هیڅ هم نه سیمیږيً .

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي ،د بلوچستان ګورنر ذوالفقار مکسی به د خپل راج په موده کې د امنیت لپاره یو څه ګامونه خامخا پورته کړي.

د هغه په وینا ، که یې پورته نه کړل نو بیا به د ده پر ضد هم داسې خلک را ووځي لکه د نواب اسلم ریساني د حکومت پر ضد چې احتجاج وشو.

خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وویل ً بیا به د نواب اسلم ریساني او د ګورنر صاحب فرق نه وي ، خدای دي نه کوي ، که چیري بیا داسې چاودنې وشي چې په هغه کې لسو دولس ماشومان او بې ګناه خلک ووژل شي ، نو بیا به ټول خلک هم داسې احتجاج کوي چې ګورنر دي لرې کړل شيً .

په بلوچستان کې د پاکستان پپلز ګوند ، جمعیت عملاء اسلام او څو نورو وړونو ګوندونو ګډ حکومت په داسې وخت کې ختم کړل شو چې عامو انتخاباتو ته شاوخوا دوې ماشتې دي.
XS
SM
MD
LG