د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني په زندان کې نښته دوه بنديان مړه لس ژوبل


د غزني چارواکي وايي، چې پرون ماښام د دغه ولايت په زندان کې د بنديانو او د پولیسو تر مينځ په یو نښته دوه تنه بندیان وژل شوي او لس نور ژوبل دي.
چارواکي وايي، د يوه بندي په ترموز کې سپين رنګه مواد وموندل شول او وروسته د ملي امنيت رياست ته خبر ور ګړل شو.
د دوی په خبره ساتونکې په ترموز کې په موندل شويو موادو کې د هيرويينو ګمان وکړ، خو وروسته مالومه شوه چې نيول شوي مواد هيرويين نه بلکې نور کيمياوي توکي دي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، چې د ملي امنيت رياست پوليسو ته امر وکړ چې له زندان څخه د چايو ګرد ترموزونه را ټول کړي، خو زندانيانو يې د ټولولو په غبرګون کې پر پوليسو بريد وکړ.
دی وايي، پوليسو د ځان ساتنې په موخه ډزې کړي چې له امله یي دوه تنه بندیان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د ده په خبره پېښه د زندان د جنايي مجرمينو په بلاک کې شوې ده .

XS
SM
MD
LG