د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادري په اسلام آباد کې خپله اسمبلۍ لګوي




د منهاج القران تحريک مشر ډاکټر طاهرالقادري بیګاه د اسلام آباد بليو ايريا کې لاریون ته ویلي، هغوی د پاکستان موجوده حکومت ته تر نن غرمې پورې وخت ورکړی چې قامي او صوبایي اسمبليانې دې ماتې کړي او که داسې یې ونه کړل نو د راتلونکې فيصله به د دې هیواد ولس په خپله کوي.

د طاهر القادري د ډیموکراسۍ لاریون د اتوار په ورځ د پنجاب صوبې له لاهوره تر روانېدو وروسته بیګا شپه ناوخته اسلام اباد ته رسیدلی، چې نن د ورځې وړاندې پولیس او نورو امنیتي ځواکونو د مظاهرچیانو د تیت و پرک کولو لپاره هوایي ډزې هم وکړي.

اسلام ته د رسیدو وروسته په زرګونه لاریونکونکو ته د طاهرالقادري وینا وه، چې په ووټونو منتخیب شوی حکومت نن له اخلاقي پلوه په واک کې ده پاته کېدو جواز وبایللی.

د پاکستان حکومت د امنیت ټینګ ساتلو په غرض په اسلام اباد کې ډیپلوماټیکي او حکومتي ودانیو ته تللي سړکونه تړلي دي .

XS
SM
MD
LG