د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادري به په بدلون راوستو قادره شي؟



د تحریک منهاج القرآن په نوم د ادارې مشر ډاکتر طاهر القادري، له اوږدو ناندریو وروسته د یکشنبې پر ورځ دخپلو زرګونو پلویانو په ملتیا له لاهور څخه اسلام اباد ته احتجاجي لاریون پیل کړ.

نوموړی،چې کېنېډايي شهریت لري تر پنځه کلنې مسافرۍ وروسته تیره میلادي میاشت پاکستان ته وګرځېد او سمدستي يې د اداري او انتخاباتي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

قادري هغه مهال وویل، چې ددې کار لپاره به د مصر د تحریر څلور لارې پشان سلګونه زره خلک په اسلام اباد کې د جمهوري ریاست او پارلمان ودانیو مخې ته راغونډوي.

په لومړي سر کې دمسلم لیګ ق او متحده قومي غورځنګ په ګډون د یوشمیر سیاسي و مذهبي ډلو دملاتړ له وجې داسې انګیرل کیده چې ښايي دغه لاریون او اجتماع داسلام اباد د واکمنو لپاره یو سرخوږی ثابت شي، خو ترڅو جلسو وروسته یادو ډلو، چې په عین حال کې په ائتلافي حکومت کې هم شاملې دي د قادري له ملاتړه لاس واخیست او د هغه هڅې يې بیځایه وبللې.

په عین حال کې په چاپي و تصویري مطبوعاتو کې دقادري ددې لاریون او غوښتنو په باب ډول ډول خبرې کیږي، ځينې مبصرین یې ملاتړ کوي، خو یوشمیر نور بیا د هغه تیر سیاسي ژوند ته په پام نوموړی هم د اوسنیو واکمنو پشان یو سیاسي سوداګر بولي.

ژورنالیست و ورځپاڼه لیکونکی سلیم ساپی وايي، نه یواځې دا چې قادري په تیرو وختونو کې دجمهوري ادارې مخالفت او دپوځي مداخلې غوښتنه کړې، د اساسي قانون له مخې د سیاسي هلو ځلو او مبارزې حق نه لري، ځکه چې دی د یوې ان جیو یعنې منهاج القران مشر دی، نه د کوم سیاسي ګوند :
(د انتخاباتو کمیسیون او نورو مربوطه ادارو کې د پاکستان عوامي تحریک په نوم سیاسي ګوند راجستردی، نه منهاج الرقان. او د هغه مشري هم دا وخت له ډاکتر طاهر القادري سره نه بلکې له ښاغلي مسکین سره ده.
پاتې شوه د منهاج القران خبره نو دا خو د یوې ان جیو په نوم راجستر دی، نه د سیاسي ګوند.ځکه نو د اساسي قانون له مخې دده سیاسي مبارزه او هلې ځلې ناقانونه دي او ددې کار هیڅ اجازه نه لري.)

ساپی وايي د پاکستان په اداري او انتخاباتي سیستم کې موجودې ستونزې نوې نه بلکې د کلونو راهیسې موجودې دي، خو په خبره يې نه پوهیږي چې قادري ترې څنګه نه وم خبر او په داسې وخت کې يې دا ناره پورته کړه چې انتخاباتو ته یواځې څو میاشتې پاتې دي.

د منهاج القران ادارې، چې ډاکترطاهرالقادري يې مشري کوي یوتن مشر ښاغلی عباسي بیا دغه اعتراضات بیځایه ګڼي او وايي، چې مشر يې که څه هم بهرنی شهریت لري خو دپاکستان ملي ګټو ته ژمن سړی دی او غواړي واک ته د اهل خلکو درسیدو لارې اوارې کړي :

( ډاکتر طاهر القادري سمدستي په انتخاباتو کې د ګډون خبره نه ده کړې، هغه خو یواځې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.
بله دا چې د ډیرو مذهبي ګوندونو مشران دامریکا او نورو هیوادونو سفارتونو ته په کتار کې ولاړ وي او هلته تګ راتګ کوی.

درېيمه خبره داده چې د مشرف د واکمنۍ پرمهال تر ټولو وړاندې موږ د اعتراض غږ پورته کړ، پاتې شوه د جمهوریت خبره نو په دې پنځو کلونو کې د زرداري حکومت کوم اصلاحات راوستل؟

ایا بیا به هم همدا ازمویل شوي او سولیدلي خلک واک ته رسیږي؟ که سل وارې انتخابات وشي خو ترهغې چې په سیستم کې اصلاحات نه وي راغلي په پاکستان کې اصلاحات او بدلون نه شي راتلی)

طاهر القادري په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې حکومت غواړي چې په هماغه لاره انتخابات وکړي چې په خبره يې دجعلي اسنادو لرونکي، په اداري فساد کې ککړ، له درغلیو ډک او داسې خلک چې جنايي سابقه لري بیا واک ته ورسیږي.

قادري په عین حال کې د انقلاب نارې هم وهي، خو وايي، چې د ده د انقلاب مقصد سوله او امن دی. د ده په خبره ددې کار لپاره باید هرډول بنسټپالنه، تروریزم او درغلي له منځه یوړل شي.

پاکستان دا مهال د خراب اقتصادي وضیعت، د طالبانو او القاعده سره تړلو ناکراریو او فرقه یي شخړو سره لاس و ګریوان دی.

که څه هم نوموړی خپلې هلې ځلې له دغو بدبختیو څخه د ولس دنجات لپاره بولي؛ خو اسلام اباد او نور سیاسي ګوندونه پرې تورلګوي، چې هغه غواړي انتخابات ګډ وډ کړي.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG