د لاسرسي ځای

تازه خبر

سخته یخني ده او خیمې مو شلیدلې دي


فرهاد شینواری مشال راډیو

خیبر: د خیبر ایجنسۍ د باړې سیمې نه بې کوره شوی خلک وایې چې د نوښار په جلوزو کډوالو کیمپ کښې د اسانتیاو د نشتوالې له امله د یو شمیر ستونزو سره مخامخ دي .دوی وایې پوره او معیارې خوراک نه ورکول کیږې، او خیمې یې هم زړې شوې او شلیدلې دې.

د باړې نه بې کوره شوی یو تن داود خان ملک دین خیل مشال راډیو ته وایې چې((زمونږ راشن سم نه دی،وړه یې د خوراک نه دي او ډیر کم وې،چایې او چینې هم نه راکوې او خیمې مو شلیدلې دې،او مونږ د کرایه د کورونو وس نه لرو نو ځکه دلته راغلی یو))

او د باړې نه بې کوره شوی سلطان محمد اپریدی وایې چې(( دلته نه سم سکولونه شته او نه د صحت آسانتیاوې،او زمونږ دغه یو ارمان دی چې په باړه کښې امن راشې او خپلو کورونو ته ستانه شو))

او د باړې یو بل کډوال طاوس خان شلوبر وایې چې(( د کیمپ او خپل کور په ژوند کښې ډیر فرق دی، اوس ژمی دی ډیره یخنې ده، خو خپلو ماشومانو لپاره ګرم کالی نه شو اخیستی، د باړې د بد امنۍ له امله مو روزګارونه ختم شوې دي او بس دلته دغو دالو او راشن ته ناست یو))

د باړې سیمې نه د بې کوره شوو خلکو د شکایتونو او غوښتنو په حقله مو چې کله د قدرتی افتونو د نظم صوبایې ادارې (پی ډی ایم ای) ویاند عدنان خان سره رابطه وکړه نو دوی وویل ((که په جلوزو کیمپ کښې چا ته کوم ډول ستونزې وي باید د کیمپ چارواکو سره دې تماس ونیسی،که هغه د خوراک د مقدار او معیار مسله وي، او که د صحت او تعلیم په اړه څه خبره وي،مونږ به یې ضرور مرسته کوو،او چې تر څو د خیمو خبره ده نو چې د چا ضرورت وي نو مونږ ورته خیمې هم بدلولۍ شو))

د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کښې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځې عملیات روان دي،او اوس هم پکښې ټول بازارونه،روغتونونه او سکولونه تړلې پراته دي،او تر دې دمه ترې په زرګونه خلکو خپلې کډې ویستلې دې، چې دا مهال یې په جلوزو کډوالو کیمپ کښې هم ډیرې کورنۍ ژوند کوي،او ځینې خلک یې بیا په پیښور او داسې نورو سیمو کښې د کرایه په کورونو کښې وسیږي.
XS
SM
MD
LG