د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلوچستان بدامني اسلام اباد پیدا کړې"


انیسه اجمل مشال راډیو

پراګ: د تیر زیارت په شپه د کوټې په علمدار سړک د دوو پرله پسې بمې چاودنو
له امله د سلو زیات کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل دي. په وژل شوو کې زیاتره هزاره شیعه ګان دي.

په داسي حال کې چې لشکر جنګوي وسله والې ډلې د دې برید پړه پر غاړه اخستي.
د مړیو کورنۍ وايي ، تر هغي به خپل مړي نه ښخوي تر څو چې د پاکستان حکومت د دوي غوښتني نه وي پورا کړي.

دغه هزارګان په بلوچستان کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو او د صوبايې حکومت د مستعفي کیدو غوښتنه کوي.
په امریکا کې میشت کارپوه او لیکوال ډاکټر محمد تقي وايي، په بلوچستان کې وار له مخه ایف سي ځواکونه پورا فعاله دي خو امنیتي مسلي نه دې حل شوې.

((د پوځ په راتګ عمومي اتفاق نشته ، د بلوڅانو لخوا دا شک کیږي چې د پاکستان پوځ لشکر جنګوي د هزارګانو پر ضد استعمالول غواړي او پوځ په بلوچستان کې ټول واک ترلاسه کړي . بل کوټه کې خو د مخکي نه پوځ موجود دي او لشکر جنګوي او د کوټی شورا هم دلته موجوده ده ، نو د لشکر جنګوي او د کوټې شورا د ډلو غړي نیولو لپاره خو پوځ ته چا د اجازي ضرورت نه وو .بل سیاسي خلک هم د پوځ واک اخستل خپله ناکامي ګڼی))


ډاکټر محمد تقي وايې ، انتخاباتو ته لږه موده پاتي ده نو سیاسي ګوندونه دا فکر لري چې که چري په موجوده وخت کې په بلوچستان کې پوځي عملیات وشو نو دغې سره به ازادو او پاکو ټول ټاکنو ته زیان ورسیږي.
بلخوا هزارګان د صوبايې حکومت د مستعفې کیدو خبره هم کوي ، د سیاسي چارو کار پوه او د بلوچستان د نیشنل ګوندیو مشر ثنا بلوچ وايي ، د بلوچستان حکومت یو ګډاګې حکومت دې ، په بلوچستان کې هزارګان او نور خلک د تیرو شپیتو کالونو راهسي په مختلفو طریقو په نښه شوي دي.

((بلوچستان کې دا وخت چې کومه بدامنې ده هغه اسلام اباد پیدا کړي ، اسلام اباد غواړي چې بلوچستان سیاسی او معاشي لحاظ سره د اسلام اباد تر کنټرول لاندي راشي او که چري صوبايي حکومت مستعفي شي نو هغوي سره خو هیڅ بدلون نشي راتلي ځکه چې په حقیقیت کې خو په بلوچستان کې د پاکستان د سیکیورټی انتظامي حکومت دي))

ډاکټر محمد تقي د پاکستان او بیا په تیره د بلوچستان د امنیتي مسلي د حل په اړه وايي،
((د دې د حل دوه لاري کیداشي ، د ریاست په کچه دا فیصله کول پکار ده چې د پاکستان ریاست به له تره ګرو سره مرستي نه کوي او بل د اقلیتونو او د نورو فرقو خلک خپلول پکار دي))

ډاکټر تقي وايي په کوټه کې هزارګان په دوو سیمو علمدار او هزاره ټاون کې په زیات شمیره کې اوسیږي او د پاکستان حکومت ته دا معلومه ده چې په دغه هیواد کې اقلیتونو سره کوم سلوک راون دی، نو باید چې حکومت اقلیتونو ته په فوري توګه سکیورټي ورکړي.

بلخوا د پاکستان امنیتې ادارې د وسلوالو ډلو سره د مرستو تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG