د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت دې مستعفې شي، پوځ دې عملیات وکړې


خدای نور ناصر مشال راډیو

کوټه: د بلوچستان په کوټه کې د هزارګانو احتجاج لا هم روان دی، د پاکستان وزیراعظم راجا پرویز اشرف او د اطلاعاتو مرکزې وزیر قمرالزمان کایره هم کوټې ته رسیدلې دې، چې د احتجاج کونکو سره خبرې وکړې .

د تیر زیارت په شپه د کوټې په علمدار سړک ددوو پرله پسې بمې چاودنو ډېر قربانیان لا هم خاورو ته ندي سپارل شوي. د شاوخوا ۸۶ مړيو کورنۍ له خپلو مړيو سره لا هم پر علمدار سړک د احتجاج په توګه ناست دي، چې پکې ماشومان او ښځې هم شامله دي.

ددې کورنيو له مړيو سره دا احتجاج د اتوار تر سهار پورې تر ۴۵ ساعتو زیات وشو، او که څه هم ۲۶ ساعته دغه احتجاج کوونکو ته نه هم د صوبايي حکومت او نه د مرکزي حکومت غړي تللې وو.


خو تر شپږویشت ساعته وروسته لومړی د بلوچستان ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسی او تر هغه وروسته د مذهبې چارو مرکزې وزیر خورشید شاه له احتجاج کوونکو سره د خبرو لپاره علمدار سړک ته راغلل. تردې خبرو وروسته خورشید شاه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، تر کومه پورې چې د صوبې وزیراعلی لیکلي نوي، تر هغه پورې په صوبه کې ګورنر راج راتللی نشياو زیاتوي،

((تر کومه پورې چې وزیراعلی لیکلي نه وي، تر هغه پورې ګورنر راج راتللی نشي. خو که چېري موږ داسې نه شو کولای، نو يو حل خو به يي راوباسو. دلته چې زما له دوي سره څومره خبري وشوې، او د دوی چې څومره غوښتنې دي، دا به زه چې اوس لاړ شم، له خپلو مشرانو سره به پرې خبري وکړم. او که خدای کول ددې حل به ضرور راوباسو))

په داسې حال کې چې مرکزې وزیر خورشیدشاه، او ګورنر ذوالفقار مګسي له احتجاج کوونکو سره د خبرو لپاره علمدار سړک ته راغلل، نو احتجاج کوونکو يي په پر ضد په شعارونو استقبال وکړ. تردې وروسته چې خورشيد شاه او د بلوچستان ګورنر بیرته ولاړل، د هزاره جرګې یوه مشر قیوم چنګېزي له میډیا سره په خبرو کې وویل،

((موږ د دوی په خدمت کې همدا يوه غوښتنه کښېښوده، او هغه دا ده، چې موږ وغوښتل د بلوچستان اوسنی حکومت دي زر تر زره ختم کړل شي. او له دې سره موږ دا وغوښتل، چې په کوټه کې د ټينګ امنیت لپاره دې دغه ښار پوځ ته په حواله کړل شي. او هم دې د پوځ لخوا په ځينو سیمو کې عملیات وشي))

هلته د وحدت المسلین يوه مشر علامه ناصر عباس د یکشنبې په ماښام په يوې خبري غونډه کې وویل
(( که د اتوار د ورځې تر غرمې پورې همدا غوښتنې ونه منل شوې،نو په ټول پاکستان کې به په لکونو شیعه ګان په احتجاج لاس پورې کړي.په دې موجوده حالاتو کې که چېري تر اتوار د ورځي پوري د کوټې د مظلومانو غوښتنې ونه منل شوې، نو زه د ټول پاکستان تر پنځه کروړه زیاتو اهل تشیع ته دا خواست وکړم. چې بې له څه توپيره دې، سړکو ته راووځي، چې د پاکستان د حکمرانانو په ایوانو کې کیناستل حرام کړي))

بلخوا پښتونخوا ملې عوامې ګوند نن په کوټه کې کاربندیز اعلان کړی، په کراچۍ او د ملک په یو شمیر برخو کې د کوټې د پیښې خلاف احتجاجونه روان دي.

د جمعرات د شپې تردې غبرګو چاودنو وروسته چې پر ضد يي سلګونو کسانو احتجاج پيل کړی، ځينو سرچینو مشال راډيو ته ویلي، ددې صوبې وزیراعلی به په راتلونکو څلرویشتو ساعتونو کې استعفا ورکړي، خو د بلوچستان حکومت ویاند وايي د دغه صوبې وزیراعلی داسې هیڅ سوچ تدی کړی.
XS
SM
MD
LG