د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عرفان مذهب انسانیت،او مرام یې مینه وه


پراګ: د کوټې پر علمدار سړک د زیارت د ورځې بمې چاودنو په پیښه کې یو عرفان علې هم وو. د هغه یو ملګری وایې، دی یې د ده په ګورګوتې ویښتو وپیژانده، چې دا خو عرفان دی.

په دغه پیښه کې د عرفان علې چې د ځان سره به یې عرفان علې خدای هم لیکلو ، د وژنې خبر په ټولنیزو ویب پاڼو زر تر زره خپور شو. عرفان چې پخپله هم د بشرې حقونو یو مبارز وو، په ټویټر ډیر فعاله وو، د څوارلسو سوو زیاتو خلکو دی فالو کړی وو، او ډیر ملګرې یې لرل. په ټویټر په خپل لنډ تعرف کې خدای علې لیکلې وو، چې دی د امن او د بشرې حقونو د حفاظت لپاره پیدا شوی، او مذهب یې د خلکو سره مینه ده.

په خپل یو ټویټ کې یې لیکلې دی کور ته روان وو، چې په لږ څه کې د یوې بمې چاودنې ته ژوندی راوتو، په دغه چاودنه کې یولس کسان وژل شوې وو. د هغه د ټویټر نه داسې مالومیږي، چې ټولې خبرې یې د امن او پر موجوده حالاتو کړې وې، او په وروستیو کې د هزارګانو په وژنه یې سخت تنقیدونه هم کړې وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکې، هغه یو فعاله کس وو، چې په ډیر لږ عمر کې د بلوچستان په حالاتو په مختلفو ځایونو کې خبرې کړی وې.

ډان ورځپاڼه لیکې هغه غوښتل چې د نفسیاتې ناروغو ډاکټر جوړ شې، خو د خپلې صوبې ناامنیو ورته دغه اجازت ورنکړ، او هر وخت به یې کوشش کاو، د ملک په نورو برخو کې د خپلو ملګرو سره د بلوچستان د مسلې په اړه پوهه پیدا کړې، او په دې لړ کې یې په اسلام اباد کې یو شمیر پروګرامونو کې برخه هم اخیستې وه.

په ۲۰۱۱ م کال کې هغه یوه غیر سرکارې اداره هم جوړه کړې وه، چې مقصد یې د بلوچستان د مسلو په اړه په خلکو کې پوهه پیدا کول او د حل لارې لټول وو.

د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر بشیر احمد بلور د وژنې وروستو په خپل یو ټویټ کې لیکې،

((ګرانو ملګرو، مونږ نن د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د بشیر بلور په یاد کې شمې بلوو، او غواړو چې هغه ته درناوې ورکړو، نو تاسو هم راسره ملګرې شۍ))

او اوس د تیر زیارت په ورځ چې کله عرفان پخپله هم په یوه دغسې بمې برید کې ووژل شو، نو ملګرو یې د هغه په یاد کې په ټویټر او فیس بوک کې د هغه عسکونه لګولې ، او د هغه یو ملګری وایې، بخښنه غواړو عرفان زمونږ ټولنه ستا جوګه نه وه، چې ستا غوندې کسان مو پکې خوندې کړی وی.

فرخنده وزیر مشال راډیو
XS
SM
MD
LG