د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسده کې د صوبایې اسمبلۍ په غړې بمې برید شوی


د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د عوامي نيشنل ګوند پر يو مشر د بريد په ترڅ کې ۱۴ کسان ژوبل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د عوامي نیشنل ګوند پر پخواني صوبايي وزير بشير عمرزي نن د چارسدې په عمرزو کې بريد شوی چې پکې هغه سخت زخمي شوی دی. د نوموړي زوی او د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلئ غړی، شکيل بشير عمرزی هم په دغه بريد کې زخمي دی.

د چارسدې د پولیسو مشر نثار مروت خان مشال راډیو ته وویل، د ریموټ کنټرول بمې چاودنې له عمله بشیر خان عمرزی په نښه شوی، چې تر اوسه دا نشې وییلې ، دغه برید د ذاتې دښمنۍ له عمله مخې ته راغلې او که نه یوه ترهګر پیښه ده.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت يو ځل بيا پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو په کولو ټينګار کړی. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير، ميا افتخار حسين پرون د صوبايي اسمبلئ له ناستې وروسته مشال ريډيو ته وويل چې دې لړ کې يو دريم قوت خنډان اچوي، خو واضحه يې نه کړه چې دا دريم قوت څوک دی؟

ناقانونه ګرزول شوې تحريک طالبان پاکستان له دې مخکې د مذاکراتو د وړانديز په اړه ويلي وو چې دوی خبرو ته تيار دي خو له تشدد څخه به لاس وانخلي.
په تیره میاشت کې د خیبر پښتونخوا مشر وزیر بشیر احمد بلور هم په پیښور کې په یو ځان مرګې برید کې سره د نهو نورو کسانو وژل شوی وو، چې پړه یې تحریک طالبان پاکستان منلې ده.
XS
SM
MD
LG